نړۍ

د مسکو په کنسرت کې پر ډله‌ییزه وژنه تورن کسان به مجازات کړو – پوتین

Published

on

(Last Updated On: وری ۵, ۱۴۰۳)

د روسیې ولسمشر د شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې مسکو ته نږدې د کنسرت په تالار کې پر ډزو د وژنې پر تور د څلورو وسلوالو په ګډون به ټول ۱۱ نیول شوي کسان مجازات شي.

داعش د جمعې د ورځې د دې برید پړه پر غاړه اخیستې؛ خو داسې نښې نښانې شته، چې روسیې یې له اوکراین سره تړاو تر څارنې لاندې نیولی دی. په داسې حال کې، چې اوکرایني چارواکو له برید سره هر راز تړاو پر کلکه رد کړی دی.

د مسکو والي اندري وروبیوف ویلي؛ په ۲۴ ساعتونو کې له ویجاړیو څخه ۱۳۳ مړي را ایستل شوي او ډاکټران د ۱۰۷ کسانو د ژغورنې هڅې کوي.

د دولتي ټلویزیون مدیرې مارګریتا سیمونیان پرته له دې، چې سرچینې ته نغوته وکړي؛ د ځاني زیانونو شمېر یې ۱۴۳ ښودلې دی.

پوتین په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې د څلورو وسله‌والو په ګډون ۱۱ کسان نیول شوي دي.

هغه ویلي: هغوی هڅه وکړه، چې پټ شي او اوکراین ته ولاړ شي. په داسې حال کې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې اوکراین ورته یوه کړکۍ چمتو کړې وه، چې له پولې تېر شي.

د روسيې اف اس بي ( FSB ) امنيتي ادارې ويلي؛ وسله‌والو له اوکراين سره اړيکې درلودې او له پولې سره نږدې نيول شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، نیول شوي کسان مسکو ته لېږدول شوي دي.

نه پوتین او نه هم FSB داسې شواهد ندي وړاندې کړي، چې په پېښه کې د اوکراین لاس لرل وښیي.

اوکراین او روسیه له تېرو ۲۵ میاشتو راپدیخوا په جګړه کې ښکېل دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې دا د پوتین او “نورو بد اخلاقو او سرغړوونکیو ” تورونه دي، چې د خلکو د اړولو په لټه کې دي.

د شنبې پر ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې آډرین واټسون ویلي، چې د امریکا حکومت د روانې میاشتې په پیل کې روسیې ته د مسکو د بریده په اړه معلومات ورکړې وه او د مارچ پر اوومه یې په روسیه کې میشتو امریکایانو ته هم سپارښتنه کړې وه.

آډرین واټسون زیاته کړې: “په دې کې هیڅ اوکرایني ښکېل ندی.

په امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې امریکا له سفارت سره له ډزو مخکې کوم مشخص معلومات شریک کړي نه‌ول.

د روسیې د پارلمان غړي الکساندر خنشتاین ویلي؛ بریدګر په هغه رنو موټر کې وتښتېدل، چې د جمعې پر شپه د مسکو سویل لویدیځ لوري ۳۴۰ کیلومتر لرې د برایانسک په سیمه کې د پولیسو له خوا ولیدل شول. هغه ویلي، چې دا موټر له هغې وروسته وڅارل شو کله، چې دوی د درېدو سپارښتنه ونه منله.

خنشتاین زیاته کړې؛ په موټر کې یوه تومانچه، د برید لپاره یوه مجله او د تاجکستان پاسپورټونه موندل شوي دي.

د بي بي سي روسيې نیور خبري اژانس د یوې ناڅرګندې سرچینې د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې یو بریدګر د کنسرت په تالار کې او بل د سېمې  په اړوند موټر کې وژل شوی دی.

بي بي سي ویلي، د وژل شوي سړي د پاسپورټ یوه کاپي ورسره ده، چې ویل کېږي د تاجکستان یوه ۳۰ وګړی و.

د اسلامي دولت ډلې، چې یو وخت یې د عراق او سوریې پر ځینو برخو د کنټرول غوښتنه کوله؛ د برید مسوولیت منلی دی.

دغه راز ویل کیږي، چې د دوی جنګیالیو د مسکو په څنډه کې برید کړی؛ سلګونه یې ووژل او ټپیان کړل او خپلې خوندي اډې ته له رسېدو مخکې یې ستر ویجاړ رامنځته کړ

Trending

Exit mobile version