نړۍ
د مسکو ښار یو شمېر ودانۍ د بې پیلوته الوتکو په برید کې زیانمنې شوې
د مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین رسنیو ته ویلي؛ د هېواد پلازمېنه د سې شنبې پر سهار د بې پیلوته الوتکو د بریدونو شاهده وه، چې په کې څو ودانیو ته لږ زیان اوښتی دی.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، د ښار ټول بېړني خدمات د پېښې په ځای کې دي … تر اوسه هیڅوک سخت ټپي شوی نهدی.
د روسیې دفاع وزارت اوکراین د دې ترهګریز برید پر تور تورن کړ او څرګندوي، چې د مسکو په فضا کې یې ټولې اته بې پیلوته الوتکې رانسکورې کړې دي.
مسکو، چې له اوکراین څخه په ۱۰۰۰ کیلومترۍ کې پروت ښار دی؛ د اوکراین د جګړې له پیل راپدیخوا ډېر لږ د بې پیلوته الوتکو موخه ګرزېدلی. که څه هم دا ډول بریدونه د روسیې په نورو سیمو کې ډېر عام شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه په هسک ( آسمان ) کې د لوګي نښې او یوه ماته کړکۍ ښيي.
دا بریدونه د اوکراین په پلازمېنه کیف کې له ورته برید څخه وروسته کیږي، چې د شپې لخوا د روسیې بې پیلوته الوتکو لخوا ترسره شوی او د ښاروال ویتالي کلیتشکو پر وینا لږ تر لږه یو کس یې وژلی دی.
د می په لومړیو کې، دوه بې پیلوټه الوتکو پر کریملین برید وکړ، چې پړه یې پر اوکراین واچول شوه.
اوکراین د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اوکراین په پلازمېنه کیف او نورو ښارونو هم له پرون راپدیخوا ۳۱ بېپيلوته الوتکې لیدل شوي، چې ۲۹ یې راغورځولي او ۲ نورې هدف ته رسېدلې دي.