سوداگري
د مس عینک د کان کېندنې بهیر به په نږدې راتلونکي کې پیل شي
د کانونو او پترولیم وزارت څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د چین ام سی سی شرکت په کابل کې خپل د فتر پرانیزي او د مس عینک کان د استخراج د بهیرپه اړه به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د کانونو او پترولیم وزارت وايي، چې د افغانستان د کانونو په سکتور کې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د پانګوالو پر پرتله د چین هېواد پانګوالو لیوالتیا د افغانستان د کانونو له سکتور سره زیاته شوې ده.
د کانونو وزارت هڅه کوي، چې د هېواد د کانونو په سکتور کې ډېره پانګونه جذب کړي.
د کانونو او پترولیم وزارت وايي، چې د چین هېواد له MCC شرکت سره يي خبري پیل کړي او د روا نې میاشتې په پای کې به دا شرکت په کابل کې خپل د فتر پرا نیزي.
د کانونو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په مس عین کان کې د استخراج د بهیر پیل په وړاندې کومه ستونزه نشته او په نږدې راتلوونکي کې به پیل شي.
د کانونو او پطرو لیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان ویلي: د اسلامي امارت رهبرۍ د قرارداد په اړه څېړنې کړي؛ کوم خاص مشکل نلري. له ام سی ي شرکت سره خبرې شوي او د مس عینک کان د استخراج لپاره به خپل دفتر په کابل کې پرانیزي.
د خصوصي سکتورغړي هم د افغانستان د لویو کانونو د استخراج د بهیر له پیل کیدو هرکلی کوي او زیاتوي، چې له دې سره به مو د هېواد په اقتصادي نظام کې مثبت بدلونو نه رامنځته شي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ په نړیوالو مارکیټو نو کې د میس بیه هم لوړه شوې او د میس عنیک استخراج به د هېواد په اقتصادي نظام کې خورا مثبت اغېز ولري.
د خصوصي سکتور غړی بازمحمد غیرت زیاتوي: د هېواد د کانونو په سکتور کې د بهرنۍ پانګونې جذب مو د اقتصاد لپاره یوه اړینه اړتیا ده؛ ځکه، چې له دې سره به هم خلکو ته کار زیات شي او هم به مو خزانې ته له دې درکه ډېرعواید تر لاسه شي.
په دې وروستیو کې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپورکې څرګنده کړې؛ چین غواړي د نړۍ د مسو سترکان استخراج کړي؛ ځکه دغه هېواد دمګړۍ مسو ته اړتیا لري او په نړۍ کې هم د مسو بیې لوړې شوې دي.
والسټریټ ژورنال په ډاګه کړې؛ چینایي لوري پدې اړه له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي او هڅه کوي ژر دغه چاره ترسره کړي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دا چاره د رېل پټلۍ جوړولو ته هم اړتیا لري.
سوداگري
افغانستان او قرغزستان د ګډې سوداګریزې شورا پر جوړولو ټینګار وکړ
د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
په قرغزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په بېشکک ښار کې د افغان ـ قرغز سوداګریز فورم پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د ګدې سوداګریزې شورا د جوړېدو په اړه هوکړه شوې ده.
د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
په قرغزستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني په دې ناسته کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې پراخ ظرفیت شته او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا هم دواړو هېوادونو ته ګټه لري.
د یادونې ده، چې په افغان ـ قرغز فورم کې د افغانستان او قرغزستان د دولتي ادارو چارواکو، د سوادګرۍ خونو غړو او د خصوصي سکټور استازو ګدون کړی و.
سوداگري
د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او تجارتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د سید کریم هاشمي پر مشرۍ د افغانستان پلاوي هم د یاد فډراسیون له رییس نیرمل کومار مینډا او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې فډراسیون ویلي، چې دا هوکړهلیک د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د نورو ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره لاسلیک شوی دی.
دې بنسټ همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او هند د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د نویو همکارۍ فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.
سوداگري
قزاقستان له افغان شرکت سره د جست ډبرو د صادراتو تړون لاسلیک کړ
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د قزاقستان چارواکو ویلي، د دغه هېواد شالکیازینک شرکت په افغانستان کې له افغان ـ جرمن باختر شرکت سره د جست ډبرو د برابرولو تړون لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، هر کال به شاوخوا ۳۰ زره ټنه د جست ډبرې له افغانستان څخه قزاقستان ته صادرېږي. د تړون ټول ارزښت ۱۸.۸۸ میلیون ډالر ښودل شوی او موخه یې شالکیازینک تولیدي فابریکو ته د خامو موادو برابرول دي.
قزاقستاني چارواکي وایي، افغانستان پر پراخو اقتصادي فرصتونو لرونکي بازار بدلېږي او د کانونو، کرنې او رغونې په برخو کې د همکارۍ زمینه پراخېږي.
د رسمي څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۴۱ میلیون ډالرو اوښتې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
-
تازه خبرونه2 days agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
International Sports4 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه4 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
څار4 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
