تازه خبرونه

د مس عینک د کان کېندنې د برښنا په اړه له چینايي شرکت سره خبرې وشوې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۴۰۲)

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت څرګنده کړې، چې په لوګر ولایت کې د مس عینک کان د استخراج لپاره د اړتیا وړ برښنا برابرولو په اړه د چین له MCC شرکت سره ناسته وشوه.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د بامیان له سکرو څخه د ۳۷۰ میګاواټه برښنا پر تولید او نورو بدیلو لارو چارو بحث او خبرې وشوې.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د مس عینک کان د برښنا د رسولو لپاره د انرژۍ د مسوولینو له لوري وړاندیز شوې بدیلې لارې به MCC  شرکت وارزوي او پایلې به یې د یوې اوونۍ په اوږدو کې له خلکو سره شریکې شي.

که څه هم اسلامي امارت څو ځله ډاډ ورکړی، چې د افغانستان اړوند ادارې د مس عینک د کان کیندلو د پروژې د پیل لپاره پوره چمتوالی لري؛ خو تر اوسه دا پروسه پیل شوې نه‌ده.

Trending

Exit mobile version