تازه خبرونه
د مس عینک پروژې د سړک جوړولو کار پیل شو
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په دې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د مس عينک پروژه يوه له اړینو او حياتي پروژو څخه وبلله او زیاتوي، چې د دې پروژې د عملي کار پيل له اوږده وخت را په دیخوا ځڼدېدلی و او اوس دا اړینه ده، چې کار یې پیل شي.
نن چارشنبه د زمري درېیمه په لوګر ولایت کې د مس عینک پروژې د سړک جوړولو کار د اسلامي امارت او چینایي لوړ پوړیو چارواکو په شتون کې پیل شو.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په دې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د مس عينک پروژه يوه له اړینو او حياتي پروژو څخه وبلله او زیاتوي، چې د دې پروژې د عملي کار پيل له اوږده وخت را په دیخوا ځڼدېدلی و او اوس دا اړینه ده، چې کار یې پیل شي.
د اقتصادي مرستیال د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ ملا برادر د پروژې د قراردادي شرکت مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې د پروسس پر مهال د زهرجنو موادو د له منځه وړلو لپاره کافي مواد شته او دا ستونزه په بشپړه توګه حل شوې او د کار د پیل لپاره هیڅ ډول خنډ شتون نلري.
هغه زياته کړې، د افغانستان بانک ته يې امر کړى، چې د پروژې د پيسو په لېږد کې له قراردادي شرکت سره همکاري وکړي.
نوموړي دغه راز قراردادي شرکت ته د پروژې د بشپړ امنیت ډاډ هم ورکړ.
په دې مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارسمبالي خیرالله خیرحوا، د چین د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، په افغانستان کې د چین سفیر، د مس عینک د قراردادي شرکت رییس او تخنیکي ډلې “ام سي سي” او د خصوصي سکټور استازو شتون ګډون کړی و.
اړوند خبرونه:
د کانونو وزارت د هرات حوزې د تېلو استخراج لپاره د شرکتونو د اسنادو ارزول پیل کړل
