تازه خبرونه

د مشرانو جرګې د ټلویزیوني خپرونو تخنیکي کار کوونکي ځان وژلی

Published

on

د مشرانو جرګې د ټلویزیون د تخنیکي څانګې کار کوونکي هارون نیرومند د پنجشنې پر ورځ ځان ځندۍ کړی دی.

د هارون خپلوانو ويلي، چې هغه په وروستیو کې له شدید روحي او اقتصادي فشار سره مخ و.

د هارون نیرومند پلار نیک محمد ویلي: ماته او ورورته یې لیدل، چې د دې کور او کورنۍ خرچه به څنګه پوره کوي. له همدې کبله ناهیلی شو.

هارون نیرومند د حقوقو پوهنځۍ لوستې و او شاوخوا اووه کاله یې په بېلا بېلو رسنیو کې کار وکړ. دی له درې کلونو راپدیخوا د مشرانو جرګې د ټلویزیون د تخنیکي څانګې کار کوونکی و؛ خو په وروستیو کې یې دنده له لاسه ورکړې وه.

د هارون نیرومند ورور عبدالخالق وایي: په ټلویزیونونو کې د خبریال په توګه کارکولو ته ډېر لیواله و. غوښتل یې، چې یو تکړه او پیاوړی خبریال شي. کله، چې حکومت له بدلون سره مخ شو او دنده یې له لاسه ورکړه؛ نو ناهیلی شو.

د هارون نیرومند د تره زوی پاینده محمد اکبري وایي: که دولت، ټولنې او نړیوال بنسټونه خپلې هڅې ګړندۍ نکړي؛ مونږ به په دې ژمي کې د یوه اقتصادي ناورین لیدونکي وو.

د رسنیو ملاتړيو بنسټونو ويلي، چې په دې وروستیو کې ډېرو خبریالانو او د رسنیو کار کوونکیو دندې له لاسه ورکړي او په ناوړه اقتصادي حالت کې دي.

د آزاو خبریالانو د ټولنې مرستیال حجت الله مجددي څرګنده کړې: د ولسي جرګې ټلویزیون د مسوول ځان وژنه د خبریالۍ او رسنیو د اقتصادي نارین د ژورتیا ښکارندویي کوي.

خبر یال  نوید کاوش ویلي: د یو شمېر رسنیو خبریالان او کارکوونکي بیکاره شوي او په بې برخلیک حالت کې ژوند کوي. مونږ د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو غواړو، چې په دې اړه ډاډمنې هڅې وکړي.

هارون نیرومند د خبریالانو د کورنۍ لومړی غړی دی، چې د فقر او اقتصادي ستونزو له کبله یې ځان وژلی.

د نیرومند مړی د عاشقانو او عرافانو په ادیره کې خاورو ته وسپارل شو.

Trending

Exit mobile version