سیمه ییز خبرونه
د مشرانو جرګې رئیس: د مارشال محمد قسیم فهیم مړینه د افغان ولس لپاره یوه ستره ضایعه ده
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلیم یار د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم مړینه د افغان ولس لپاره یوه ستره ضایعه ګڼلې او وايي، چې د سیاسي انتقال په دې حساس وخت کې د مارشال مړینه د افغان دولت لپاره ننګونکې ده.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلیم یار د مارشال فهیم پر مړینه د خواشینۍ ترڅنګ اریانانیوز ته وویل، چې د مارشال فهیم مړینه د سیاسي انتقال په دې حساس وخت د افغان دولت لپاره ټکان ورکوونکې ده.
نوموړی همدارنګه وايي، مارشال یو سترجهادي شخصیت او د افغان ولس یوه غښتلې ستنه وه.
د ننګرهار والي مولوي عطا الله لودین د مارشال فهیم پرمړینه د خفګان څرګندولو سربېره وايي، چې د سترو مشرانو مړینه د افغان ولس لپآره ضایعه ده.
هغه همدارنګه وايي، دا چې د ولسمشر حامد كرزي د واكمنې لږې ورځې پاتې دي نو د سياسي لېږد په بهير به ناوړه اغېز ونه كړي.
بلخوا په ختیځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال ولي خان شينواری او د سولې د شورا رئيس ملک نظير د مارشال فهیم مړینه د افغان وسله وال ځواک لپاره ټکان ورکوونکې بولي.
د لغمان والي فضل الله مجددي، د کنړ والي شجاع الملک جلاله او د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم د مارشال فهیم مړینه د افغان ولس لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه بللې او د هغه کورنۍ ته یې خواخوږي او ډاډ ګیرنه وړاندې کړې.