سیمه ییز خبرونه

د مشرانو جرګې غړو له یو بل څخه بخښنه وغوښته

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مشرانو جرګې غړو، چې د دوشنبې په ورځ د برښنايي تذكرو د متن د جوړونې د څرنګوالي له امله له يو بل سره شخړه كړې وه د سې شنبې په ورځ ( د لیندۍ ۱۲ ) په عمومي غونډه كې يې له يو بل څخه بخښنه وغوښته.

د برښنايي تذكرو د متن پر سر په سنا مجلس كې د كړكېچ را مېنځ ته كېدل د دغې جرګې په غونډو كې د سناتورانو د نه ګډون لامل شو.

د پكتيكا ولايت سناتور خان محمد خاګي، چې د دوشنبې په ورځ( د ليندۍ ۱۱ )  يې د مشرانو جرګې لومړى مرستيال محمد عالم ايزديار د اوبو په بوتلونو ويشتلى وو د خپل دغه كار له امله بخښنه و غوښته.

بل خوا د مشرانو جرګې مرستيال محمد علم ايزديار پر وحدت او يوالي ټينګار كوي او زياتوي، چې نه بايد داسې موضوګانو ته لمن ووهل شي تر څو د خلكو په مېنځ كې تفرقه را مېنځ ته كړي.

په همدى حال كې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار بيا په مشرانو چرګه د دوشنبې ورځې شخړه د دغې جرګې په تاريخ كې يوه بده ورځ بولي زياتوي، چې د هېواد هېڅ يو قوم ته سپكاوى د منلو وړ نه دى او بايد له دې كاره ډډه وشي.

له شاوخوا يو كال را په دې خوا د برښنايي تذكرو د متن پر سر په ملي شورا كې جدي ناندرۍ روانې دي، كه څه هم د دغو تذكرو متن يو ځل مشرانو جرګې او يو ځل د ولسي جرګې له خوا تصويب شوي، خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي ادعا لري، چې په دغه متن كې لاسوهنه شوې ده.

Trending

Exit mobile version