سیمه ییز خبرونه

د مشرانو جرګې غړي: د امنيتي او اقليمي شرايطو له امله دې د ټاكنو نېټه وغځول شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، د ولسمشرۍ راتلونكې ټاكنې دې په خپل وخت وشي. د ولسي جرګې دا غړي د مشرانو جرګې په يو شمېرهغو غړو هم نيوكه وكړه، چې د نا امنيو او اقليمي شرايطو له امله يې د دغه نېټې د غځېدو غوښتنه كړې وه.

په داسې حال كې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د راتلونكو ټاكنو نېټه رانيژدې كېږي په دې اړه هيله او اندېښنې هم زور اخلي.

په دې برخه كې ترټولو نوې يې د مشرانو جرګې د يو شمېر غړو هغه غوښتنه ده، چې وايي، د امنيتي او اقليمي شرايطو له امله دې د دغو ټاكنو نېټه وغځول شي.

خو د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروح، غلام حسين ناصري او علي اخلاقي بیا وايي، چې دا كار غېر قانوني دى.

دوی همدارنګه وايي، د مشرانو جرګې ځينې غړي د خپلو شخصي ګټو په موخه دا غوښتنې كوي او هېڅوك نه شي كولاى دا نېټه بدله كړي.

د افغانستان د ټاكنو د خپلواك كميسيون د مهالوېش له مخې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې به د راتلونكي لمريز كال د وري په شپاړسمه ترسره شي.

Trending

Exit mobile version