1393ټاكنې
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي، د ابتدائي پایلو د اعلام د بیا ځنډولو غوښتنه کوي
د مشرانو جرگې یو شمېرغړي د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو د ابتدایی پایلو بیا ځنډولو غوښتنه وکړه.
په داسې حال کې، چې ټاکل شوې ده د افغانستان د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاكنو لومړنۍ پايلې د چنګاښ په ۱۶مه د دوشنبي په ورځاعلان شي د مشرانو جرګي يو شمېر غړي د ټاكنو له خپلواك كميسيون څخه د ابتدايي پايلو د اعلام د بیا ځنډولو غوښتنه کوي.
د مشرانو جرګې غړي علي اکبر جمشېدي او نثار حارث وايی، روانو حالاتو ته په کتو د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید مصلحتونه په پام کې ونیسی او پایلې نورې هم وڅنډوی.
خو د مشرانو جرګې ځینې نور غړي لکه محمود دانشجو او نجیبه حسیني بیا وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د خپل اعتبار د ساتلو لپاره باید قانون ته درناوی وکړي.
همدارنګه د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وایي، تر هغې چې پاکې رايې له ناپاکو جلا شوې نه وې، د ټاکنو پايلې باید اعلان نه شي، خو د تحول او تداوم ټیم وایي، چې پایلې باید د قانون سره سم اعلان شي او څېړنې دې دوام لري.
د ټاكنو د مهالوېش سره سم بايد لومړنۍ پايلې د چنګاښ په يو ولسمه نېټه اعلام شوې وای، خو د ټاكنو كميسيون وويل، چې د يو شمېر مركزونو د رايو د بيا څېړنې لپاره يې د لومړنيوپايلو اعلام وځنډاوه.