سیمه ییز خبرونه
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر په دريځ خوښ نه دي
ملي شورا بايد ولسمشر حامد كرزي وهڅوي، چې له امريكا سره امنيتي تړون ژر لاسليك كړي.
د افغانستان د مشرانو جرګې غړي ګل احمد اعظمي، هدايت الله رهايي او علي احمد جمشېدي هم له امريكا سره د امنيتي تړون لاسليك ته سترګې په لاردي.
ظاهرا ښكاري، چې د اكسان د امنيتي تړون په برخه كې د مشورتي لويې جرګې په شان غوښتني لري، چې له ۲۰۱۴ م كال مخكې د هغه لاسليكول دي.
د مشرانو جرګې دا غړي د دغه تړون په اړه د ولسمشر حامد كرزي په دريځ خوښ نه دي.
كه څه هم په دې برخه كې بحث د مشرانو جرګې د غونډې په اجنډا كې نه و، خو د مشرانو جرګې غړو اداري پلاوى اړ كړ، چې په دې برخه اضافي وخت وركړي.
په ورته وخت كې د مشرانو جرګې غړو بسم الله افغانمل او اناركلي هنريار د ولسي جرګې له خوا اهل هنودو ته د يوې چوكې د وركولو د غوښتنې په ردولو په نيوكې سره د ولسمشر له هغه فرمان څخه ملاتړ وكړ، چې اهل هنودو هېوادوالو ته يې په ولسي جرګه كې يوه چوكۍ ځانګړې كړې وه.
د ولسمشر تقنيني فرمان، چې د ولسي جرګې له خوا رد شوى په پام كې ده په دې ورځو كې مشرانو جرګې ته واستول شي، كه دا طرحه مشرانو جرګې غړي ومني تر د ې وروسته به د مشرانو جرګې او ولسي جرګې ګډه كمېټه په دې اړه بحث وكړي.