تازه خبرونه
د مشرانو جرګې ۳ پخواني غړي پر بند او نغدي سزا محکوم شول
د افغانستان د مشرانو جرګې درې پخواني غړي، چې په بلخ ولایت کې د څلویښت زره ډالرو د بډو اخیستو پر تور د ملي امنیت د منسوبینو لخوا نیول شوي وه؛ پر بند او نغدي سزا محکوم شول.
له درندو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د مشرانو جرګې دا پخواني غړي د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د څلویښت زره ډالرو بډې اخیستو پر تور په څه باندې لس کلونو او یوې میاشتې بند او د څلویښت زره ډالرو د ورکړې پر سزا محکوم کړل.
دا پرېکړه د هغوي په غیاب کې وشوه؛ خو د دوی مدافع وکیل د محکمې پر پرېکړه اعتراض وکړ او وایي، چې دا دوسیه له مخکې تنظیم شوې وه او حکومتي کړۍ په کې ښکېل دي.
له درندو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي، چې لیاقت الله بابکرخېل، محمد عظیم قویاش او محمد انور باشلیق د ملي امنیت ځواکونو لخوا لاس په لاس ونیول شول.
د مشرانو جرګې پخواني غړي، چې تورن دي، په قضایي ناسته کې نه ول؛ خو مدافع وکیل یې د موکلینو د نه حضور په اړه ناسته کې د رسنیو شتون یاد کړ.
د دې سناتورانو مدافع وکیل احمد فرید عرب زی د درندو جرمونو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د لومړنۍ محکمې د پرېکړې په اعتراض کې وایي، چې دا دوسیه له مخکې تنظیم شوې وه او حکومت کې ځينې لاسونه او مافیایي کړۍ په کې ښکېل دي.
د قضایي پلاوي مشر شېر محمد ضایي وایي، چې دا پرېکړه وروستۍ نده او تورن کسان د استیناف غوښتنه کولی شي.
د مشرانو جرګې دا درې پخواني غړي شاوخوا یوه میاشت مخکې د بلخ د حیرتان بندر د فساد د څېړنې لپاره حیرتان بندر ته لېږل شوي وه؛ خو د مرغومې پر اوومه د ملي امنیت منسوبینو لخوا د بډو د اخیستو پر تور ونیول شول.