سیمه ییز خبرونه
د مشرانو جرگې غونډه د تذكرو د جوړښت پرسر په فزيكي شخړو واوښته
د مشرانو جرگې د دوشنبه(د ليندۍ۱۱) غونډه كه څه هم د راتلونكي كال پر بوديجې بحث ته ځانگړې شوې وه؛ خو په تذكرو كې د قوم او دين د ځايولو او يا ليرې كولو پر سر په لفظي او حتا فزيكي شخړو بدله شوه.
د مشرانو جرگي غړى محمد عارف پښتون وايي:
دا ستونزه هغه وخت رامنځته شوه، چې د مشرانو جرگې غړيو پر يو بل تندې نيوكې وكړې.
د مشرانو جرگي مرستيال محمد علم ايزد يار داسي شخړې له پارلماني خصوصياتو گني او وايي، هڅه به كوو، چي ملي وحدت پياوړى او د قانون په چوكات كي ستونزي حل شي.
د مشرانو جرگي رييس فضل هادي مسلميار وايي:
يو شمېر كړۍ غواړي، چي د ځانگړيو سياسي موخو لپاره د خلكو احساسات وكاروي او قومي او ديني مسايلو ته لمن ووهي.
نوموړى زياتوي، د دين كلمه له الكترونكي تذكړو څخه نده ليري شوې.
د مشرانو جرگې رييس وايي، د نفوسو د احوال د ثبت د قانون د اختلافي ټكو په اړه د ولسي جرگي او مشرانو جرگې گډ كميسيون جوړ شوى، چې موجوده ستونزو ته د حل لار پيدا او دغه قانون به د ملي گټو پر اساس تصويب شي.