سیمه ییز خبرونه
د مشرانو جرگې غونډه په هويت پاڼه كې د مليت پر ليكلو جنجالي شوه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغانستان د نفوسو او احوال د ثبت د جنجالي قانون پر طرحه په مشرانو جرگه كې خبرې پيل شوې؛ خو وروسته په جنجال واوښتې.
يو شمېر سناتوران وايي:
د مشرانو جرگې غونډه؛ ځكه په جنجال واوښته، چې غړي يې د تذكرې په لومړي مخ كې د مليت د ليكلو په اړوند سره يوه خوله نه ول.
د مشرانو جرگې د غړو تر منځ بحث په لانجه واوښت او د غونډې د منسجم كولو لپاره د ادراي پلاوي هڅې ناكامې شوې.
د مشرانو جرگې مرستيال محمد علم ايزديار وايي، چې په دې اړوند ځيني وكيلان غرضي خبرې كوي.
د نفوسو او احوال د ثبت قانون په ولسي جرگه كې تصويب شوي دي.
ټاكل شوې، چې د راتلونكې سې شنبې په ورځ(دلړم۲۱) هم په مشرانو جرگه كې پر دغه قانون بيا خبرې وشي.