1393ټاكنې
د مشرانو جرگې غړيو په ټاکنو کې په پراخه کچه د گډون غوښتنه وکړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د آريانا نيوز خبريال عبدالعزیز کریمی گزارش وركوي، چې:
مشرانو جرگه د ولسمشرۍ په دوه يم پړاو ټاکنو کې د خلكو په پراخ گډون ټينگار كوي او څرگندوي، چېله دې سره به ټاکنې رڼې او له درغلیو پاكې ترسره شي.
د مشرانو جرگی دوه یم مرستیال رفیع الله گل افغاند ټاکنو له کمیسیون وغوښتل، چې د رای اچونې ټول مرکزونه پرانیزي، چې خلک له خپل حق بې برخې نشي.
دمشرانو جرگی غړيو نجیبه حسیني او نثار حارثد ټاکنو د امنیت په برخه کې د امنیتی ارگانونو تدابیر وستایل او له دوی څخه يې وغوښتل، چی په دې اړهخپله بې طرفی وستاتي اود لومړي پړاو ټاکنو نیمگړتیاوې تکرار نه كړي.
د ولسمشرۍ په دوه یم پړاو تاکنو کی، چی د روان كال د غبرگوليد میاشتې په ۲۴ ترسره کیږي دوه مخکښ نوماندان داکتر عبدالله عبدالله او داکتر اشرف غنی احمدزی سیالي کوي.