سیمه ییز خبرونه
د مشرانو جرگې يو شمېر غړي د نوماندانو لومړنى نوملړ له ستونزو سره مل گڼي
د مشرانو جرگې يو شمېر غړي د ټاكنو خپلواك كميسيون له خوا د ولسمشرۍ د نوماندانو د لومړني نوملړ اعلانول له ستونزو سره مل گڼي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شورگانو لپاره د نوماندانو لومړنى نوملړ تېره اوونۍ د ټاكنو خپلواك كميسيون له خوا خپور شو.
د مشرانو جرگې غړى داود اساس د دغه نوملړ په اړه وايي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون خپلواك او عادلانه عمل نه دى كړى.
د مشرانو جرگې غړى گل احمد اعظمي په دې باور دى، چې دې نوملړ ته يو شمېر بې سواده كسانو لار موندلې ده.
نوموړى د ټاكنو د شكايتونو له كميسيون څخه غواړي، چې د دغو نوماندانو اسناد په جدي توگه وڅېړي.
په همدې حال كې د مشرانو جرگې غړي علي اكبر جمشيدي او گلالۍ نور ساپۍ بيا اندېښنه ښكاره كوي، چې د دايكندې په ولايت كې د رايې وركولو د كارتونو وېش دريدلى دى.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارلانشا رييس ضيا الحق امرخېل دا ډول ادعاوې ردوي او زياتوي، مونږ چمتو يو، چې په در اړه د نوماندانو او نورو مسوولو بنسټونو د شكايتونو ځواب ووايو.
په پام كې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې د ۱۳۹۳ل كال د وري په شپاړسمه تر سره شي.