سیمه ییز خبرونه
د مشرانو جرگې يو شمېر غړي د هېواد پر بهرنۍ پاليسۍ له سره غور غواړي
د مشرانو جرگې يو شمېر غړي د لندن په ښـار كې د افغانستان، پاكستان او بريتانيا درې اړخيزه سرمشريزه د هېواد په گټه نه بولي او پر افغان حكومت غږ كوي، چې پر بهرنۍ پاليسي دې له سره كتنه وكړي.
لندن ته د ولسمشر حامد كرزى د سفر يوه اصلي موخه د بريتانيا او پاكستان له لومړيو وزيرانو سره د درې اړخيزې ناستې جوړېدل دي، چې د مشرانو جرگې يو شمېر غړي يې مثبت اغېز ته د شك په سترگه گوري.
د مشرانو جرگې غړي داود اساس او بلقيس روشن وايي:
له دې وړاندې هم دا راز درې اړخيزې او دوه اړخيزې ناستې تر سره شوي، چې هيڅ گټه يي نه درلوده. د مشرانو جرگې غړى هدايت الله رهايي وايي:
په افغانستان كې ورځ تر بلې ناامني؛ ځكه پراخيږي، چې د دې هېواد پر اجنډا په بهر كې خبرې كيږي، چې مثبت اغېز نه لري.
يو شمېر سياسي كارپوهانو په ډاگه كړې ، چې د لندن له ناستې به هغه څه تر لاسه نه شي، چې افغان حكومت او خلك يي غواړي.
پاكستان ته په كابل كې د ترهگرو او د دولت ضد وسلوالو مخالفينو د ملاتړي او پالونكي هېواد په سترگه كتل كيږي او افغان چارواكي تل ټينگار كوي، چې له ترهگرو سره جگړه بايد د افغانستان په كليو او بانډو كې نه، بلكې د ترهگرو د روزنې او پالنې په ځاى كې تر سره شي.