سیمه ییز خبرونه

د مشورتي لويې جرګې د امنيت د ټينګښت لپاره ځانګړي تدابير نيول شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كورنيو چارو وزارت وايي، د مشورتي لويې جرګې د امنيت د ټينګښت لپاره يې ځانګړي تدابير نيولي دي. په دغه وزارت كې چارواكي وايي، د دغې جرګې امنيتي پلان بشپړ شوى او ډاډه دي، چې هېڅ ستونزه به رامنځ ته نه شي.

په پام كې ده، چې مشورتي لويه جرګه د روان لمريز كال د لړم مياشتې په وروستيو كې جوړه او له امريكا سره د امنيتي تړون په اړه بحث وكړي.

د كورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:

له نورو امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ يې د لويې جرګې د امنيت د ټينګښت پلان بشپړ كړى دى.

په داسې حال كې د لويې جرګې د امنيت د ټينګښت ډاډ وركول كېږي، چې مخكې د سولې مشورتي لويه جرګه د طالبانو تر بريد لاندې راغله.

د كورنيو چارو وزارت وياند همدارنګه زیاتوي، چې د وزارت امنيتي مرستيال ايوب سالنګي د مشورتي لويې جرګې د امنيت د ټينګښت د كميسيون د رئيس په توګه ټاكل شوى دى.

له بلې خوا د كورنيو چارو وزارت يو ځل بيا ټينګار كوي، چې د ډيورنډ كرښې په بله خوا كې د ترهګرو د امن مركزونو شتون د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، بايد دا مركزونه له منځه يووړل شي.

د كورنيو چارو وزارت دغه راز وايي، د اختر په ورځو كې يې په پلټونكو عملياتو كې په ټول هېواد كې د دولت ۱۱۳ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version