سیمه ییز خبرونه
د مشورتي لويې جرگې له پرېكړې سره اقتصادي ډاډ رامنځته شوى
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
له څلورو ورځو بحثونو وروسته مشورتې لويې جرگې پرېكړه وكړه، چې د افغانستان او امريكا ترمنځ امنيتي تړون د افغانستان په گټه دى.
دې جرگې ټينگار كړى، چې دغه تړون دې د افغان ولسمشر له خوا ژر لاسليك او د ولسي جرگې له خوا دې تصويب شي.
د كابل پوهنتون استاد سيد مسعود وايي:
د دغه تړون لاسليك د افغانستان د امنيت او سياست لپاره گټور دى او د افغانستان اقتصاد به هم له دې وروسته خپل پراختيايي پړاوونه ووهي.
ښاغلى مسعود وايي:
په كابل كې د څلور ورځنۍ مشورتي لويې جرگې له پيل سره سم ان د امريكا په اړه د سيمې د هېوادونو سياست بدلون كړى دى.
نوموړى وايي، له دې وروسته گاونډ هېوادونه اړ دي، چې د افغانستان په باب خپل اقتصادي سياست بدل كړي.
له دې وړاندې هم د كابل يو شمېر ښاريانو او سوداگرو د دغه تړون لاسليك د افغانستان د اقتصاد په گټه بللى و.