بی بی سی پښتو

د مصر د پخواني ولسمشر انور سادات کونډه جهان سادات مړه شوه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۰, ۱۴۰۰)
Getty Images
محمد انور السادات او مېرمن یې جهان سادات

د مصر د پخواني ولسمشر محمد انور السادات کونډه جهان سادات د قاهره یوه روغتون کې د ۸۷ کلونو په عمر مړه شوه.

جهان صفوت رؤوف سادات د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر جګړه کې د پوځي ټپیانو درملنه کې د رضاکارانه فعالیت له کبله مشهوره شوه، همدا وو چې هغې ته د “اتلانو مور” لقب ورکړل شو.

جهان سادات د ۱۹۳۳ کال د اګسټ پر ۲۹مه زیږېدلې. پلار یې مصری جراح او مور یې بریتانوۍ او د موسیقۍ ښوونکې وه.

هغې په ۱۹۴۹ کال له انور سادات سره واده وکړ، هغه وخت سادات د مصر د پوځ یو افسر او تر جهان پنځلس کاله مشر و. د دواړو درې لوڼې او یو زوی پیدا شول (لبنی، نهی، جیهان او جمال) .

محمد انور السادات مخکې له یوې بلې ښځې (اقبال ماضي) سره واده کړی و چې درې لوڼې یې ترې پیدا شوې (راویه، رقیه او کامیلیا) او وروسته یې اقبال ته طلاق ورکړ، خو له جهان سره د انور السادات واده اسانه نه و، ځکه چې د جهان مور او پلار په سختۍ راضي شول چې جهان انور السادات ته واده کړي.

Getty Images
د انور السادت او جهان سادات واده – ۱۹۴۹، مې ۲۹

انور سادات په ۱۹۵۲ کال د مصري افسرانو کودتا کې، چې د پاچا فاروق په پرځولو تمامه شوه، هم ګډون کړی و او د کودتا د یوه بل افسر جمال عبدالناصر نژدې ملګری و.

ناصر په ۱۹۵۶ کال ځان د مصر ولسمشر اعلان کړ او د ۱۹۷۰ کال په اکتوبر کې ومړ او انور سادات، چې د ولسمشر مرستیال و، د جمال ځایناستی شو.

د سادات تر ټولو لویه لاسته راوړنه له اسرائیلو سره د ۱۹۷۳ کال په جګړه کې بریا وه، دا لومړی ځل و چې عرب پوځ اسرائیلو ته ماتې ورکړه.

Getty Images
انور السادات، جهان او د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر

د ۱۹۷۳ کال د شپږ ورځنۍ جګړې بریا ددې لامل شوه چې اسرائیل د مصر له سینا صحرا ووځي او له اسرائیلو سره مصر سوله وکړه. مصر لومړنی عربي هېواد و چې اسرائیل یې په رسمیت وپېژندل.

له اسرائیلو سره سوله انور سادات ته د سولې د نوبل جایزې ګټلو ته هم لاره هواره کړه، خو د اسلامپالو په ګډون یې د سخت دریځو سخته غوسه وپاروله.

د ۱۹۸۱ کال د اکتوبر پر شپږمه، محمد انور السادات په یوه پوځي ننداره کې اسلامپالو پوځیانو په ډزو وویشت او مړ شو، مېرمن یې جهان هم په دې مراسمو کې ګډون درلود.

جهان سادات په ادبیاتو کې لوړې زدکړې کړې وې او د خپل مېړه له وژل کېدو وروسته یې به مصر او امریکا کې تدریس ته دوام ورکړ.

Getty Images
جهان سادات د خپل مېړه تر وژل کېدا وروسته په مصر او امریکا کې تدریس پیل کړ

په ۱۹۸۴ کال، د امریکا ساوت کارولینا پوهنتون مشر له جهان په دې پوهنتون کې د تدریس غوښتنه وکړه. هغې په ۱۹۷۹ کال له دې پوهنتون افتخاري دوکتورا هم ترلاسه کړې وه.

هغې واشنګټن پوهنتون کې هم تدریس کړی.

جهان سادات په ۱۹۸۶ کال ساوت کارولینا پوهنتون پرېښود او په راډفوډ ویرجینیا پوهنتون کې مرستیاله استاده شوه، هغې په همدې کال د قاهرې له پوهنتون په ادبي نقد کې هم دوکتورا ترلاسه کړه.

نوموړې په ۱۹۹۳ کال په میریلنډ پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو استاده هم پاتې شوې ده.

Getty Images

Trending

Exit mobile version