نړۍ
د مصر په قاهره کې د اسرائيلو پرسفارت بريد شوى
يوشمېرکسان د سفارت پر ودانۍ د بريد پرمهال د مصر په مرکز قاهره کې یوه ډله خلکو د اسرائیل پرسفارت برید وکړ او داسې ښکاري، چې د سفارت شتمنیو ته یې زیان اړولی دی.
له دې بريد وروسته په دغه هېواد كې بېړنى حالت اعلان شوى دى.
له هغې وروسته، چې مظاهره کوونکيو پرون د سفارت د ودانۍ دیوال یو څه تخریب کړ د سفارت ودانۍ ته ورننوتل له هغه ځایه یې له کړکیو په سلگونه اسناد بهر واچول.
برید کوونکيو له دې مخکې د سفارت پر سر د اسرائیل راځوړند بیرغ وسوځاوه او د پولیسو موټرو ته یې اور ورته کړ.
رپوټونه څرگندوي:
کله، چې دغو کسانو د سفارت دیوال وراناوه پولیسو د هغوی مخه نه نیوله.
رپوټونه د قاهرې د هوايي ډگرد چارواکو په وینا وايي، چې :
د اسرائیلو سفیر، کورنۍ یې او د سفارت نور کارکوونکي هوايي ډگر ته رسیدلې دي، چې په پوځي الوتکه كې له مصر ووځي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په یوه بیان کې له مصره غوښتې دي، چې د واشنگټن د ملاتړي هېواد، اسرائیل سفارت دې وساتي.
په بیان کې ویل شوي، چې دا د مصر نړیوال مسوولیت دی، چې د سفارت امنیت وساتي.
د اسرائیل او مصر تر منځ اړیکي له هغې وروسته خړې پړې شوې، چې تېره میاشت د مصرپېنځه امنیتي ساتونکي د اسرائيلي ځواکونو په برید کې ووژل شول.
دا کسان هغه مهال ووژل شول، چې اسرائیلي پوځیانو د اته اسرائیلیانو د وژلو په ځواب کې فلسطیني وسله وال څارل
