تازه خبرونه
د مصر پخوانی ولسمشر حسنی مبارک د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو
د الجزیرې خبري سرچینې په ډاګه کړې، چې حسني مبارک له ډېرې مودې راپدیخوا، له ناروغۍ سره مخ او په دې وروستیو کې تر پرلپسې درملنې لاندې و او نن د کب ۶/ د فبرورۍ ۲۵ یې د ۹۱ کلونو په عمر ساه ورکړه.
د نوموړي زوی له دې مخکې رسنیو ته څرګنده کړې وه، چې هغه په روغتون کې تر عملیاتو لاندې دی.
حسني مبارک د مصر څلورم ولسمشر و، چې له ۹۸۱ څخه یې تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې درې لسیزې پر مصر واکمني وکړه، چې بیا په یو اوښتون له واکه لیري او زنداني شو؛ خو شپږ کاله وروسته د ناروغۍ له کبله له زندانه خوشې شو.
نوموړی پر ۱۹۲۸ میلادي کال په نیل دلتا نومي کلي کې زیږیدلی؛ په ۱۹۴۹ کې يې د مصر دهوايي ځواک غړی شو او په ۱۹۷۲ کال کې د هوایي ځواک د قومندانۍ چارې وروسپارل شوې.
دآزاد اقتصاد دغه پلوي د امریکا یو مهم متحد و او هر کال ورته یو اعشاریه درې میلیارد دالر پوځي مرسته راتله؛ خو په کور دننه د اسلامي بنسټپالنې له ګواښ او زورزیاتي سره هم مخ و.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ3 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ4 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoتحول: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر
-
تازه خبرونه4 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
څار5 days agoڅار: د پاکستان پر پالیسۍ نیوکې

