تازه خبرونه

د مصر پخوانی ولسمشر حسنی مبارک د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۳۹۸)

د الجزیرې خبري سرچینې په ډاګه کړې، چې حسني مبارک له ډېرې مودې راپدیخوا، له ناروغۍ سره مخ او په دې وروستیو کې تر پرلپسې درملنې لاندې و او نن د کب ۶/ د فبرورۍ ۲۵ یې د ۹۱ کلونو په عمر ساه ورکړه.

د نوموړي زوی له دې مخکې رسنیو ته څرګنده کړې وه، چې هغه په روغتون کې تر عملیاتو لاندې دی.

 حسني مبارک د مصر څلورم ولسمشر و، چې له ۹۸۱ څخه یې تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې درې لسیزې پر مصر واکمني وکړه، چې بیا په یو اوښتون له واکه لیري او زنداني شو؛  خو شپږ کاله وروسته د ناروغۍ له کبله له زندانه خوشې شو.

نوموړی پر ۱۹۲۸ میلادي کال په نیل دلتا نومي کلي کې زیږیدلی؛ په ۱۹۴۹ کې يې د مصر دهوايي ځواک غړی شو او  په  ۱۹۷۲ کال کې د هوایي ځواک د قومندانۍ چارې وروسپارل شوې.

دآزاد اقتصاد دغه پلوي د امریکا یو مهم متحد و او هر کال ورته یو اعشاریه درې میلیارد دالر پوځي مرسته راتله؛ خو په کور دننه د اسلامي بنسټپالنې له ګواښ او زورزیاتي سره هم مخ و.

Trending

Exit mobile version