تازه خبرونه

د معیوب شویو سرتېرو ماشومان په واټونو کې خیرات غواړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغان ځواکونو په لیکو کې د معیوب شویو سرتېرو ماشومان د جلال آباد په واټونو کې خیرات غواړي.

هغو ځونانو، چې کلونه کلونه یې د افغان ځواکونو په لیکوکې خدمت کړی؛  خو کله، چې ترې د بم پرچو لاسونه یا پښې پرې کړي،نه دولت او نه هم کوم شتمن د دوی دحال پوښتنه کړې.

پرې شویهډونه، نیمگړی وجود اوبېوسۍ د دوی حوشحالۍ لوټلي ده. دوی د یوې مړۍ ډوډۍ له پاره د هرانسان سترگو ته گوري؛ خو ډېر لږ دي، چې د یوې وچې ډوډۍ پیسې ورکړي.

خلک  وايي، که حکومت له معیوب شویو سرتېرو سره مرسته او د هغوی د حال پوښتنه ونه کړي؛ د هغو د بد حالت پر لیدو به نور سرتېري له خدمته په شاه شي.  ننگرهار والي سلیم خان کندوزی  وايي، چې د دې ستونزې د حل له پاره ولسمشرۍ ماڼۍ هڅې پيل کړي.

په روانه جگړه کې د یوشمېرهغو کسانو له پاره، چې لاسونه یې پرې شوي، په استرلیا کې میشتو یوشمېر افغانانو د پرمختللیو مصنوعي لاسونو مرسته کړې.

د باز خیریه بنسټ مشر بازمحمد  عابد وايي، د پنجشنبې په ورځ پېنځه ویشت  کسانو ته  مصنوعي لاسونه ورکړ شول.
معیوب شوي کسان له دې مرستې خوشحاله دي؛ خو له نورو خیریه بنسټونو او شتمنو هم غواړي، چې  دوی ته لاسنوی ورکړي.

بازخیریه بنسټ له تېرو څو کالونو راهیسې له معیوبینوسره مرستې کوي، چې تراوسه یې له ۳۰۰ ډېرو کسانو ته ویلچرې هم ورکړي دي.

خبریال:  رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version