نړۍ
د مكسيكو پوځيانو د امريكا او مكسيكو پر پوله يو پټ تونل كشف كړى
د مكسيكو چارواكو اعلام كړى، چې د دغه هېواد پوځيانو د امريكا او مكسيكو پر پوله يو تونل، چې درې سوه متره اوږدوالى لري كشف كړى دى.
د دوى په باور:
له دغه تونل څخه د انسان او نشه يې توكو د قاچاق لپاره گټه اخيستل كيده.
د مكسيكو د پوليسو په وينا:
په دې تور د يوې ښځې په گډون لس كسان نيول شوي دي .
د مكسيكو د رسنيو د رپوټونو له مخې د مكسيكو د تيخوانا د ښار د پوليسو رييس جنرال آلفونسو دوراټه د دغه تونل له كشفولو خبر وركړ او زياته يې كړه:
د دغه تونل، چې د امريكا او مكسيكو په پوله كې دى او ۳۰۰ متره اوږدوالى لري كار يې نيمگړى پاتې دى او پوره شوى نه دى.
نوموړى وايي، چې:
دغه تونل د تيخوانا په ښار كې له يوه كور څخه كيندل شوى دى .
دغه جنرال زياته كړې، چې:
د يوې ښځې په گډون يې لس هغه كسان د دغه تونل د كشف پر وخت نيولي، چې له يو كال را پديخوا د دغه تونل په كيندلو كې يې مرسته كړې وه .
د مكسيكو د چارواكو په وينا:
دغه تونل يو اعشاره اته متره لوړ والي او يو متر پلن والى لري، چې د هوا رسونې او رڼا رسونې له دستگاگانو هم برخمن دى.
دا په داسې حال كې ده، چې امريكايي چارواكو له دې وړاندې ويلي وه، چې د ۱۹۹۰ع كال را پديخوا يې امريكا ته د انسان او نشه يې توكو د قاچاق يو سلو پنځوس تونلونه كشف كړي دي.