بی بی سی پښتو

د ملالې میوند وژنه؛ د افغان خبریالانو ستونزمن او له خطر ډک ژوند

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۷, ۱۳۹۹)
BBC
حماد له خپلې وژل شوې خور ملالې میوند سره

حماد هلال ته خپلې خور ملالې میوند دې وروستیو کې مهم پيغام اورولی و. هغه ته یې ویلي وو، داسې حس کوي چې “ځینې اورپکي” یې د وژلو هڅه کوي او له همدې امله حماد باید نورو مسئولیتونو ته ځان چمتو کړي.

حماد د هغې د خبرو په اورېدو ټکان خوړلی و او ملالې ته یې ډاډګېرنه ورکړې وه. خو اوس وايي خور یې “د تل په څېر رښتیا” ویل.

۲۶ کلنه ملاله د تېرې پنج شبنې پر ورځ (د دسمبر پر لسمه) سهار مهال، په جلال اباد کې د خپل کور مخې ته په ډزو ووژل شوه.

ملاله په افغانستان کې د خبریالانو او فعالانو د هدفي وژنو د لړۍ تر ټولو تازه قرباني ده. حماد وايي خور یې د سترګو په رپ کې له لاسه ورکړه:

“په هماغه شېبه چې له کوره ووته، د ډزو غږونه شول. له بلې خور سره مې په منډه له کوره ووتم چې وګورم څه وشول. موټر چلوونکی د شټرنګ تر شا وژل شوی پروت و، ملاله پر سر څو ډزه لګېدلې وه خو لا هم ژوندۍ وه. په وینو کې لت پت وه. په غېږ کې مې را پورته کړه، یوازې د ګوتو په شمېر دوه- درې خبرې یې وکړې، زما د سترګو په مخ کې او زما په غېږ کې یې ساه ورکړه”

BBC
ملاله د خپلې مور له وژل کېدو وروسته د کور سرپرسته هم وه

د ملالې موټر چلوونکی محمد طاهر هر سهار هماغه ځای ته چې پکې ووژل شو، د ملالې لپاره ورته چې په انعکاس تلویزیون کې د سهارنۍ خپرونې وړاندې کولو لپاره یې یوسي.

خو په هماغه ورځ د ملالې سهارنۍ خپرونه خپره نه شوه. پر هغه ورځ د ملالې لېدونکو د هغې د خپرونې د لېدو پر ځای د هغې د مرګ خبر واورېد چې ویل یې: “نامالومه وسله والو خبریاله ملاله میوند له خپل موټر چلونکي سره ووژله”.

حماد بي بي سي ته وویل لا هم پر دې نه پوهېږي چې وسله والو یې څرنګه خور په” ډېر ارامه زړه او راحت” د کور مخې ته ووژله.

د ملالې کور د جلال اباد په خورا امنه سیمه کې پروت دی او تل پکې د خلکو تګ راتګ او ګڼه ګوڼه ډېره وي.

د ملي امنیت ریاست، د ولایت امنیه قومنداني او د پولیسو يوه پوسته یې کور ته نژدې پراته دي او له همدې امله دا سیمه له امنیتي پلوه “ګرین زون” ته ورته ښکاري.

د ختیځ بې ډاره جینۍ

BBC
ملالې په ختیځ جلال اباد ښار کې له یوه تلویزیون سره خبریالي کوله

د ملالې هغه تعریف او پيژندنه چې حماد او کورنۍ ته یې ورپاتې دي “په سختۍ په کلمو کې ځایېږي.”

حماد چې ډېر غمګین و، بي بي سي ته وویل: “ملاله یوازې خور نه وه، زما نژدې ملګرې وه او زما د مور په څېر وه. تل یې ویل د خپل ځان لپاره هیڅ ارزو نه لري او یوازې د کورنۍ لپاره فکر کوي”.

ملاله په ۱۹۹۴ کې په پاکستان کې د کډوالو په پوه پنډغالي کې وزېږېده. دا هغه مهال و چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې تر ټولو سخت حالت ته رسېدلې وې.

د هغې کورنۍ په هغو یو نیم میلیون افغانانو کې وه چې د کورنۍ جګړې تاو پاکستان ته په کډه کولو مجبوره کړې وه.

د طالبانو له پر ځېدو وروسته په ۲۰۰۴ کې نوموړې له خپلې کورنۍ سره بیرته افغانستان ته ستانه شول.

هغې په ننګرهار کې ښوونځی ولوست، وروسته یې په یوه شخصي پوهنتون کې اداره او عامه پالیسي پوهنځی پیل کړ چې تمه کېده راتلونکی کال به فارغه شي، خو داسې ونه شول.

د ملالې پلار ګلا ملا بي بي سي ته وویل “سل په سلو کې” د خپلې لور د امنیت په اړه اندېښمن و:

“کله نا کله به مې ورته ویل چې له ځینو چارواکو سختې پوښتنې مه کوه، خو هغې تل ویل چې د همدې سختو پوښتنو پوښتل یې دنده ده”

BBC
د ملالې لپاره په یوه دودیزه ټولنه کې خبریالي او پر تلویزیون راتلل اسانه نه وو

ملاله په خپلو لېدونکو کې پر سیاسي پروګرامونو او ننګوونکو مرکو مشهوره وه.

د انعکاس تلویزیون د خپرونو مشر شکر الله پاڅون وايي د تلویزیوني پروګرامونو د وړاندې کولو لپاره د ښځینه خبریالانو نشتوالی یې د تلویزیون او له لویه سره د تصویري رسنیو لپاره لویه ننګونه ده او وايي د ملالې ځای به په اسانۍ ډک نه شي:

“فکر نه کوم د ملالې بدیل به پیدا شي، ډېره ګرانه ده. هغه ځایناستی نه لري او موږ داسې څوک نه لرو چې د هغې پروګرامونه مخ ته بوځي، مجبور یو خپرونې یې نارینه مخ ته بوځي.”

ملاله له خپل پلار، دوو وروڼو او دوو خویندو سره یو ځای اوسېده او تل یې د کورنۍ د پرمختګ او زدکړو لپاره هڅه کوله.

مور یې چې په خپله سیمه کې قومي مشره وه، نژدې ۱۲ کاله وړاندې وسله والو ووژله او له هغې وروسته یې د نورو اولادونو د پالنې چارې د ملالې په غاړه شوې.

افغانستان کې د خبریالانو وېره

Getty Images
افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ یو تر ټولو خطرناک هېواد دی

په داسې يوه ټولنه کې چې له لویه سره نرواکي او دود وي، د ملالې په څېر نجونې او مېرمنې پکې په خورا سختۍ پرمختګ کولای شي، پر تلویزیون را څرګندېدل او د دې برخې پرمختګ لا نور له ننګونو ډک وي.

د جلال اباد په څېر یوه ښار کې د ښځو لپاره پر تلویزیون د خپرونو وړاندې کول خورا ستونزمن او له ننګونو ډک کار دی.

تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې شپږ خبریالان په “مرموز” ډول وژل شوي، او همدا په افغانستان کې نورو خبریالانو ته د وېرې پيغام ورکوي.

نورزیه عمر خېل په جلال اباد کې د یوې سیمه ییزې راډیو د خپرونو وړاندې کوونکې ده.

په هغه ورځ چې ملاله ووژل شوه، نورزیه لا دفتر ته نه وه روانه شوې. خو وايي د ملالې د مرګ په اورېدو یې ” کورنۍ له کور د وتو اجازه” نه ورکوله.

نورزیې بي بي سي ته وویل: “کله چې له کوره وځم، له ډېرې وېرې د کور مخې ته ټولو رېکشو او موټرو ته یو ځل په ځیر ګورم، وایم هسې نه چې د ملالې په څېر څوک له رېکشې راباندې ډزې وکړي. له وېرې پر هغه لوري هم نه ځم چې ملاله پکې وژل شوې”

BBC
افغانه خبریاله فرحناز فروتن وایي، تل د خطر احساس کوي

د افغانستان د یوه بل شخصي تلویزیون د سیاسي خپرونو چلوونکې او خبریاله فرحناز فروتن وايي د خبریالانو وروستیو وژنو د ډېرې ناامنۍ احساس ورکړی دی.

هغې بي بي سي سره په خبرو کې وویل: “د لومړي ځل لپاره مې د ناامنۍ دومره احساس وکړ چې ان خپل کور راته ناامنه ښکاره شو، ان ساه اخیستل راته ګران وو. په خپله خونه کې مې د امن احساس نه کاوه. یوه شېبه هم له اندېښنې پرته نه تېرېده.”

په کابل کې امنیتي سرچینو ځینو رسنیو ته د داسې نوملړ په اړه ویلي چې له ګواښ سره د مخامخ رسنیو او د خبریالانو نومونه پکې یاد شوي دي.

د رسنیو چارواکي وايي د دا ډول سرچینو د باور په اړه شک لري خو اوس یې له پخوا خپل امنیت ډېر پام اړولی دی.

د افغانستان حکومت ادعا کوي چې طالبان د خبریالانو او مشهورو څېرو په نښه کولو سره وېره خورول غواړي.

خو د فرحناز فروتن او نورزیه عمرخېل په څیر خبریالانې بیا وايي په اوسنیو شرایطو کې پر هیڅ ډلې باور نه شي کولای.

د افغان حکومت او د طالبانو استازو په تېرو څو اوونیو کې پر دې چڼې وهلې چې څرنګه د افغانستان راتلونکی برخلیک وټاکي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې جګړې ته پای ټکی کېږدي.

خو د دواړو لوریو خبرو او کتنو نه یوازې دا چې په افغانستان کې تاوتریخوالی را کم نه کړ، بلکې له لویه سره هدفي وژنې او د ولسي خلکو په نښه کولو کچه لوړه شوه.

کمسارې هدفي وژنې

BBC
څه موده وړاندې هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي هم وژل شوی و

د ملالې له وژنې یوازې دوه ورځې وروسته په کابل کې پولیسو د اریانا تلویزیون د خبریال فرید امیني د مرګ خبر خپور کړ. هغه په داسې حال کې چې مرۍ یې پرې شوې وه، کابل کې له یوه غونډۍ سره نږدې پيدا شو.

کابو میاشت وړاندې بیا د یوې بلې رسنۍ د دوو خبریالانو مړي په کابل کې وموندل شول.

څو اوونۍ وړاندې بیا په هلمند کې د ازادي راډیو زړه ور خبریال الیاس داعي په هماغه ولایت کې ووژل شو او له هغه څو ورځې مخکې بیا په کابل کې د یوه بل تلویزیون پخوانی خبریال یما سیاوش هم د خپل کور مخ ته ووژل شو.

د بې پولې خبریالانو ټولنې او په افغانستان کې د خبریالانو مدافع ډلو په یوه غږ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې چې د خبریالانو دخونديتابه لپاره دې ګامونه واخلي.

د ملالې میوند همکاران وايي ښايي د هغې وژنه هغو ښځینه خبریالانو ته چې په نورو رسنیو کې کار کوي، وېره خوره کړي، خو هغه رول او زړورتیا چې ملالې په میراث پرېښي، د نورو ډېرو نجونو لپاره به د الهام مهمه سرچینه وي.

له کرېکټ سره مینه

BBC
ملالې دې وروستیو کې د کرېکټ کامنټري هم پیل کړې وه

ملاله پر خبریالۍ سربېره په نورو برخو کې هم فعاله وه او په ټولنه کې یې د ښځو په منځ کې باور درلود. د هغې همکاران وايي په هر ځای کې به چې د ښځو غږ ورک و، ملالې به هلته خپل غږ پورته کاوه.

هغه همدا دوه میاشتې وړاندې له جلال اباده کابل ته د دې لپاره تللې وه چې د کرېکټ په شپږیزو سیالیو کې کامنټري (نطاقي) وکړي. د افغانستان د کرېکټ بورډ د رسنیو مشر حکمت حسن وايي کله یې چې ملاله ولېده نو حیران شو، ځکه “تمه یې نه وه چې یوه مېرمن دې په ژوندۍ بڼه د کرېکټ لپاره نطاقۍ ته چمتو شي”.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی کریم صادق چې ملالې سره یې څو ځلې پر کرېکټ مرکې کړي بي بي سي ته وویل: “ما په افغان ښځو کې د ملالې په څېر داسې څوک نه وه لیدلې چې پر کرېکټ دې دومره پوهه شي. د کرېکټ په اړه د هغې مالومات بې جوړې وو”.

BBC
افغانستان کې د تلویزیون لپاره د ښځینه ویاندویانو موندل ګران کار دی

ملالې په ۲۰۱۶ کال کې په انعکاس تلویزیون کې د سیاسي او ټولنیزو خپرونو د چلوونکې په توګه کار پيل کړ او له هماغه پیله یې پر تلویزیون له راښکاره کېدو وېره نه لرله او ژوندۍ خپرونې یې چلولې.

هغې دا کار په یوه داسې نرواکې او دودیزه ټولنه کې کاوه چې که ښځې پکې سر تر پښو ټولې پټې نه وي نو په عامه ځایونو کې ډېرې کمې لېدل کېږي.

بادام احمدزي له ۲۰۰۶ کال راهیسې ملاله پېژندله. دواړه یوه ښوونځي ته تللي، دواړو يوه پوهنتون کې زدکړې کولې او دواړو په انعکاس تلویزیون کې کار کاوه.

ښاغلي احمدزي بي بي سي ته وویل، ملالې په خپله ټولنه کې د هغه په ګډون ډېرو ته الهام بښونکې څېره وه. نوموړی وایي:

“ډېر د هغې له شخصیته متاثر شوي وو. له ډېرو ښځو او نارینه وو مې اورېدلي چې ویل یې غواړي د هغې په څیر فعال اوسي. هغه د ډېرو لپاره د الهام سرچینه وه.”

Trending

Exit mobile version