تازه خبرونه

د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوي پاکستان ته سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳, ۱۳۹۹)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او غړي سهیل شاهین په ډاګه کړې، چې نن د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي پاکستان ته سفر کړی دی.

د سهیل شاهین د څرګندونو له مخې؛ د طالب پلاوي دغه سفر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه تر سره شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دا پلاوي به په دې سفر کې د افغانستان د سولې، په پاکستان کې د افغان کډوالو او د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون پر “ترهګرو” او “ترورستانو پورې اړوند ډلو” د بهرني او نړیوال سفر په ګډون بندیزونه لګولي دي.

پاکستان دا کار د ځانګړیو مالي مرستو FATF له خړ نوملړه د وتلو او پرې د بندیزونو ماتولو لپاره کړی دی.

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ حکومت د ترهګرو اړوند بانکي حسابونه او جایدادونه هم ضبط کړي دي او په دې تحریم او بندیز کې پرې نړیوال سفرونه هم بند شوي دي.

دغه راز پاکستان پر هغو ۸۸ کسانو بندیزونه لګولي، چې د ملګرو ملتونو لخوا یې هم په تور نوملړ کې نومونه راغلي دي.

دا اعلامیه د FATF له مهمې غونډې مخکې؛ ځکه خپره شوې، چې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ په تمویل کې د پاکستان پرمختګ وارزول شي.

پاکستان له ډېر وخت راپدیخوا د طالب مشرانو په مرسته او ملاتړ تورن دی؛ خو اسلام آباد تل دغه تورونه رد کړي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان د ۲۰۱۸ کال له جون راپدیخوا د FATF په خړ نوملړ کې راغلی او ۷ میاشتې مخکې هم وروستی ګواښ ورته شوی دی.

Trending

Exit mobile version