تازه خبرونه

د ملا عمر له مړینې وروسته روانه جګړه پاکستاني افسران رهبري کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت د ریاست ویاند وايي چې په افغانستان کې روانه څو کلنه جګړه افغاني، نه بلکې هغه نیابتي جګړه ده چې پاکستان د ترهګرو ډلو او په ځانګړې توګه د وسلوالو طالبانو په واسطه پیل کړې ده.

د ملي امنیت د ریاست ویاندعبدالحسیب صدیقی زیاتوي چې پاکستان خپل هدف ته د رسیدو لپاره د افغانستان د انا امن ساتلو هڅو ته دوام ورکوي.

“اوسنۍ جګړه ډيره پراخه ده او بېلابېل اړخونه لري. زموږ جګړه یوه بین الافغاني نده؛ ځکه ثابته شوه چې په څو وروستیو کلونو کې افغاني جګړه د کوم افغان له لوري په مخ نه وړل کېده؛ بلکې د څو پاکستاني افسرانو له خوا یې مشري کېدله. د طالبانو په نوم پدیده د افغانستان نه ده، بلکې د افغانستان د جنګ په اړه د نبایتي جګړې یوه وسیله ده.

د ښاغلي صدیقي په وینا په کابل کې په وروستیو بریدونو کې هم پاکستان لاس درلود. دی وايي چې د پاکستان لخوا طرحه شوې ډير بریدونه یې شنډ کړي دي.

په شاه شهید، د پولیسو په اکادمې او قصبه کې وروستي بریدونه چې د ډيرو افغانانو ژوند یې واخست چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو؛ د دې ټولو بریدونو تر شا د خاصو پاکستاني کړیو لاس دی چې ډيری دا ډول بریدونه د حقاني شبکې له خوا په لاره اچول کیږي.

د ملي امنیت ریاست ویاند وايي چې د ملا عمر له مړینې وروسته پاکستان ژمنه کړې وه چې په دغه هیواد کې غونډې وکړي، او خپل نوی رهبر وټاکي، خو پاکستان په دغه ژمنه ونه درید او طالبانو ته یې په خپلو ښارونو کې د لویو غونډو د جوړلو زمینه برابره کړه او د افغانستان د نا امن کولو لپاره یې د ترهګریزو بریدونو پلان جوړ کړ.

Trending

Exit mobile version