سیمه ییز خبرونه

د ملا فضل الله په ټاكل كيدو سره به د جگړې اور نور هم تود شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پاكستانيو طالبانو د مشر په توگه به د ملا فضل الله په ټاكل كيدو سره په افغانستان كې د جگړې اور نور هم تود شي.

د تېرې جمعې په ورځ د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په برېد كې د پاكستانيو طالبانو د مشر حكيم الله محسود تر وژل كيدو وروسته د جمعې په ورځ(د لړم۱۷) دغې ډلې ملا فضل الله د خپل نوي مشر په توگه وټاكه.

د سياسي چارو كار پوه احمد سعيدي وايي، ملا فضل الله د پاكستان د څارگرې ادارې له خوا په دې موخه د پاكستانيو طالبانو د مشر په توگه ټاكل شوى، چې په سيمه او افغانستان كې د وسلوالو فعاليتونه پراخه  او افغان حكومت له نويو ستونزو او چلنجونو سره مخ شي.

د پاكستانيو طالبانو د وياند له قوله داسي هم ويل شوي، چې د ملا فضل الله په ټاكنه كي له افغان طالبانو سره هم  مشوره شوې ده.

پوښتنه دا ده، چې  آيا افغان او پاكستاني طالبان په خپلو كې دومره نږدې اړيكې پالې؟

همدې پوښتنې ته په ځواب كې د طالبانو د جيش المسلمين پخوانى مشر سيد اكبراغا وايي:

پاكستاني او افغان طالبان ډېرې نږدې اړيكې لري.

د نوموړي په وينا،  ملا  فضل الله لومړنى كس و، چي په پا كستان كې يې د افغان طالبانو له نيولو سره مخالفت ښكاره كړ او د حكومت د دې اقدام په وړاندې يي وسلوال اقدام وكړ.

دغه پخواني طالب چارواكى په افغانستان او پاكستان كې له وسلوالو طالبانو سره د سولې پروسه د دې هېوادونو د حكومتونو كار بولي، چې د ده په خبره كه، كابل او اسلام آباد وغواړي، سوله به ټينگه شي.

د يادونې وړ ده، چې د پاكستانيو طالبانو نوي مشر ملا فضل الله له ټاكل كيدو سره سم له حكومت سره د سولې خبرې رد كړي دي.

Trending

Exit mobile version