تازه خبرونه

د ملا تره خېله په ګډون د نوماندانو د نوملړ په اړه هیڅوک د پرېکړې اجازه نلري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي؛ د ملاترخېل په ګډون به هیچا ته اجازه ورنکړ شي، چې د نوماندانو د نوملړ په اړه پرېکړه وکړي.

داسې ښکاري، چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون لخوا به د نوماندانو له لومړي نوملړ څخه د یو شمېر کسانو نومونه وایستل شي. په تازه مورد کې له کابل څخه ولسي جرګې ته د کاندید ملاتره خېل نوم له لومړي نوملړ ایستل شوی دی.

ښاغلی تره خېل خپل نوم له نوملړه ایستا یوه سیاسي دسیسه بولي او ګواښ کوي، چې خلک به له دې وروسته د ټاکنو کمیسیون کارکوونکیو ته کمیسیون ته د تګ اجازه ورنکړي.

په هغه ویدیو کې ټولنیزو رسنیو خپره کړې؛ نوموړی د معصوم ستانکزي غږ ته داسې ځواب ورکوي: دا موضوع له ټاکنو خپلواک کمیسیو سره تړاو لري او هیڅوک نشي کولی د کمیسیون په چارو کې لاسوهنه وکړي.

تر اوسه معلومه نده، چې ملا تره خېل د کوم دلیل له مخې د نوماندانو له لومړي نوملړه ایستل شوی دی؛ خو کابل ښاریان په ښکاره د یو شمېر زورواکو څخه په تنګ دي او له مسوولو سرچینو غواړي، چې پارلمان ته د هغوی د رسیدو مخه ونیسي.

دغه راز په ولایتونو کې هم د خلکو غوښتنې دا دي، چې دا ځل باید ولسي جرګې ته زورواکي لار ونه مومي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمرهم وايي، چې له بشري حقونو څخه پر سرغړونو د تورنو کسانو دوسیې عدلي ارګانونو ته استول شوې دي.

د دغه کمیسیون مسوولین وايي، چې د هیچا سپارښتنې د منلو نه دي او کمیسیون د خپلو اصولو له مخې خپل کارونه ترسره کوي.

د ټاکنیرو شکایتونو کمیسیون همدا اوس پر هغو دوه سوه شکایتونو څېړنه کوي، چې د یو شمېر نوماندانو په اړه یې ثبت کړي دي.

په شکایتونو کې یو شمېر نوماندان د وسلوالو ډلو پر لرلو تورن شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند علي رضا وايي، چې یوازې دوی د خپلو اصولو له مخې د هغو نوماندانو په اړه پرېکړه کوي، چې په زوراکۍ او جنایتونو تورن دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسوولین وايي؛ دوی کوښښ کوي، چې تر ټاکلې مودې پورې د خپلو څېړنو پایلې په ډاګه کړي؛ خو زیاتوي، چې د کمیسیون د کار د ځنډني کیدو له کبله ښايي پایلې هم یو څه وځنډيږي.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version