تازه خبرونه

د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی د پرېکړو بشپړ واک لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې په قطر کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی د هر راز پرېکړو بشپړ واک لري.

په قطر کې د طالب پلاوي مشري د پاکستان له بند څخه آزاد شوی طالب ملا عبدالغني برادر لري، چې د ملا هبیت الله مرستیال ټاکل شوی دی.

په دغه پلاوي کې د ملا عبدالغني برادرپه مشرۍ شېر محمد عباس ستانکزی، ملا عبدالطیف منصور، مولوي مطیع الحق، مولوي عبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي امیر خان متقي، ملا خیر الله خیر خواه، ملا نور الله نور، ملا عبدالحق وثیق، حاجي محمد نبي عمري برخه لري.

سرچینې وايي، چې د قطر په روانو خبرو کې به له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتو او له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو پر سر هوکړه وشي.

دوی وايي، چې ښايي د زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ خبرې به پېنځه ورځې روانې وي.

د طالبانو د واکمنۍ د امرباالعمروف ريیس مولوي قلم الدین په دې باور دي، چې ملا برادر د ملا هبت الله ښی مټ بلل کیږي او د هر دول پرېکړو واک لري.

په قطر کې د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي تر منځ خبرو ته خلک ډېرې تمې لري.

باور دادی، چې په دا ځل غونډه کې به له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتو او له افغان حکومت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو هوکړه وشي.

د افغانستان د نجات شورا د رهبرۍ غړی حاجي عبدالودود صدیقي وایي؛ خلک او طالبان غواړي، چې امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي او زه هم وایم، چې ان یو سرتېری دې هم نه پاتې کیږي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي؛ فکر کوم، چې داځل به د امریکایي سرتېرو پر وتلو هوکړه وشي او هڅه کیږي، چې پرېکړې پلې شي. دا کار کولی شي، چې د خلکو، حکومت او طالبانو تر منځ باور رامنځته کړي.    

د قطر بهرنیو چارو وزارت او امریکايي دیپلوماتانو ته نږدې کسان وايي، چې امریکايي لوری له بل هر وخت اوس ډېر له طالبانو سره هوکړې ته نږدې شوی دی.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version