تازه خبرونه

د ملا ضعیف د کور د محاصرې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې امنیتي ځواکونو تېره شپه په بګرامي ولسوالۍ کې د ځمکو د یوه غاصب ملا طوطي د نیولو په اړه له مخکې پلان شوي عملیات پیل کړل؛ خو د ملا عبدالسلام ضعیف د کور د محاصرې په اړه خپاره شوي راپورونه یې هم رد کړل.

کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي زیاته کړې، چې تېره شپه دغه عملیات د بګرامي ولسوالۍ په هغه سیمه کې پیل کړل، چې په پاکستان کې د طالبانو د پخواني سفیر ملا عبدالسلام له کوره لږ واټن لري.

هغه دغه راز څرګنده کړې، چې تر څارنې لاندې د ملا طوطي له کوره دوه میله وسله او نور پوځي تجهیزات هم تر لاسه شوي دي.

ویل کیږي، چې څه وخت مخکې د ملا طوطي ورور داوود هم په یو لړ عملیاتو کې له ۸ میله ناقانونه وسلو او یو هایلکس موتر سره نیول شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې په اسلام آباد کې د وسلوالو طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف آریانا نیوز ته ویلي، چې د څلیریشت ساعتونو لپاره یې کور د دولتي ځواکونو لخوا محاصره شوې و.

هغه زیاته کړې؛ پوځیانو یې پر کور یرغل کړی او د ده د ساتونکیو او امنیتي ځواکونو په نښته کې یو کس ټپي شوی هم دی.

سیاسي شنونکي نطر محمد مطمین ویلي، چې ملا عبدالسلام ضعیف په قطر کې د طالبانو او امریکايي هیئت سره له لیدو وروسته کابل ته راغی، یوه شپه وروسته کندهار ته ولاړ، هلته نږدې لس ورځې پاتې شو، پرون مازیګر له کندهاره بېرته کابل ته راغی، کورته له رسیدو وروسته، ماښام مهال د دوی ټوله سیمه د امنیتي ځواکونو( ملي امنیت، خاص قطعات او دفاع وزارت اړوندو ځواکونو) له خوا محاصره شوه.

د سیمې خلکو ویلي؛ تېره شپه، چې څه پېښ شوي خلک یې نه یوازې ویرولي، بلکې بېلابېلې اندېښنې یې هم ورسره رامنځته شوې دي.

Trending

Exit mobile version