سیمه ییز خبرونه

د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې كچه درويشت سلنه زياته شوې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د جګړې دوام د ملكي وګړو مرګ ژوپله درويشت سلنه زياته كړې ده.

د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې په باب د ملګرو ملتونو تازه رپوټ هم له اندېښنو سره يو ځاى خپور شوى دى، دغه رپوټ ښكاره كوي، چې د تېرو شپږو مياشتو په ترڅ كې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې كچه درويشت سلنه زياته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې په تېرو شپږ مياشتو كې ۱۳۱۹ تنه ملكي وګړي وژل شوي او ۲۵۳۳ تنه ټپيان شوي دي، په رپوټ كې ملكې وګړو ته د څلور اويا سلنې مرګ ژوبلې پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده.

ځانمرګې بريدونه، د سړك د غاړې ماينونه، د استوګنې په سيمو او ښارونو كې وسله وال بريدونه، او د هدفي وژنو دوام د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې اصلي لامل بلل شوى دى.

په رپوت كې ويل شوي ښځې او ماشومان هم له دغو ګواښونو څخه نه دي په امان د دوى په وېنا په تېرو شپږ مياشتو كې د همدغو بريدونو له امله ۳۳۷ ښځې او ماشومان وژل شوي او ۷۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

په كابل كې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر جورجيت ګنيان وایی:

مونږ د جګړو له دواړو خواوو غواړو لكه څنګه، چې دا د دوى يو قانوني مكلفيت دى او يوه نړيواله قاعده، نو دوى بايد د خپلو پوځي عملياتو په ځانكړې ډول د ځمكنيو جګړو پرمهال د ملكي وګړو ساتنې ته ډېره پاملرنه وكړي. او داسې تدابير ونيسي، چې ښځو، ماشومانو او ملكي كسانو ته مرګ ژوبله پېښه نه شي.

د دولتي ځواكونو او د دوى ملاتړو ځمكنې عملياتو له امله هم ملكي وكړو ته نهه سلنه مرګ ژوبله اوښتې خو د تېرو شپږو مياشتو په پرتله په دغه كچه كې دولس سلنه كموالى راغلى دى.

په همدې حال كې دغه رپوټ د اندېښنې په ښكاره كولو سره وايي، چې طالبان د يو زرو اته دېرشو ملكي وګړو د وژنې او د ۲۸۶۳ تنو د ټپې كېدو عاملين دي.

جورجيت ګنيان همدارنګه زیاتوی، مونږ وړاندې هم هڅه كړې وه چې وسله والو طالبانو ته بلنه وركړو تر څو له مونږ سره ملكي وګړو ته د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه خبرې وكړي.  طالبانو په خبرپاڼو او وېناوو كې ويلي، چې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره هڅه كوي او د فشاري بمونو څخه، چې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي ګټه نه اخلي، خو په خواشينۍ سره داسې نه دي شوي او مونږ د ملكي وګړو د پام وړ مرګ ژوبلې شاهدان وو.

د ملكي وكړو د مرګ ژوبلې په باب د ملګرو ملتونو رپوټ په داسې حال كې خپرېږي، چې په افغانستان كې د وسله والو طالبانو له خوا ورځ تر بلې جنګي تاوتريخوالۍ د زياتېدو په حال كې دى.

Trending

Exit mobile version