سیمه ییز خبرونه

د ملي اردو د سرتېرو له خوا د يوه طالب جسد ته سپكاوى وغندل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د ملي اردو د سرتېرو له خوا د وسلوالو طالبانو د يو تن وژل شوي جسد ته د سپكاوي كلكه غندنه وكړه.

دغه وزارت وايي، چې:

سيمې ته يې د استول شوي پلاوي د څېړنو له بشپړيدو وروسته په دغه تور د ۲۰۳ تندر قول اردو درې تنه سرتېري نيول شوي دي او اوس مهال ترې څېړنې روانې دي.

كه څه هم دغه پېښه شاوخوا درې كاله او پېنځه مياشتې وړاندې را منځته شوې، خو د دغې پېښې ويډيو په دې ورستيو كې د رسنيو له خوا خپره شوې ده.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال دولت وزيري وايي:

د ۱۳۸۸ لمريز كال  د وږي مياشتې په دوه ويشتمه د ملي اردو سرتېرو، چې خپل اكمالات يې د پكيتا ولايت د زرمت ولسوالۍ له لارې گرديز ښار ته رسول، د زرمت په ولسوالۍ كې د وسلوالو طالبانو له كمين سره مخ شول، چې له يو ساعت جگړې وروسته  دوه وسلوال طالبانو ووژل شول او پاته نور وتښتيدل. د ملي اردو د سرتېرو ۲۳ كسيزې ډلې، چې دغه دوه مړي په خپلو موټرو پسې تړلي او تر گرديز ملكي روغتون پورې كش كړي ول، روغتون ته سپارلي دي.

نوموړى وايي:

د ملي اردو له خوا سيمي ته د ليږل شوي پلاوي څېړنې ښكاره كوي، چې د ملي اردو د دغې ۲۳ كسيزې ډلې كوماندان له پېښې دوه مياشتې وروسته له وسلوالو سره په نښته كې وژل شوى او له درې سرتېرو پرته يې نورو ټولو د مكلفيت دوله خلاصه كړې او د ملي اردو له ليكو وتلي دي.

د عدلي او قضايي بنسټونو له څېړنو وروسته به د هغو درې سرتېرو برخليك هم ښكاره شي، چې د ملي دفاع وزارت له اسلامي او پوځي اصولو څخه په سرغړونه نيول شوي دي.

د وسلوالو ځواكونو د لوى درستييز شېرمحمد كريمي له قوله داسې نا تائيد شوي رپوټونه هم خپاره شوي ول، چې دغو سرتېرو د دې له كبله د وسلوالو طالبانو مړي په موټرو پسې تړلي او كش كړي ول، چې دغو كسانو په ځان پورې چاوديدونكې توكي تړلي او كنه، خو دغه رپوټونه د ملي دفاع وزارت له خوا رد شوي دي.

Trending

Exit mobile version