سیمه ییز خبرونه
د ملي اردو قوماندانان: راى وركوونكي به له هېڅ ګواښ سره مخامخ نه شي
د ملي اردو لوړ پوړي قوماندانان وايي، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په راتلونكو ټاكنو كې به د تېرو ټاكنو په پرتله امنيتي وضعيت ښه وي. د ملي اردو دغو قوماندانو له ولسمشر حامد كرزي سره په يوه ناسته كې ډاډ وركړى، چې راى وركوونكي به له هېڅ ګواښ سره مخامخ نه وي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو راتلونكې ټاكنې هغه چاره، چې امنيتي ستونزې يې تر اوسه هم پر وړاندې يو جدي ګواښ بلل كېږي.
افغان ولسمشر حامد كرزي د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاكنو د امنيت ټينګښت په اړه د ډاډ په خاطر د ملي اردو لوړ پوړي قوماندانان د ولسمشرۍ ماڼې ته وربللي وو.
د افغانستان د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي په دې ناسته كې وويل:
د افغانستان ملي اردو په تېر يوه كال كې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وه، چې د امنيتي مسئوليتونو ترلاسه كولو او د ټاكنو د امنيت ټينګښت ته چمتو شي.
د هېواد سويلي او سويل ختيځې سيمې د هېواد نا امنې سيمې بلل كېږي، خو په سويل او سويل ختيځ كې د ملي اردو قوماندانانو ولسمشر حامد كرزي ته ډاډ وركوي، چې په دې سيمو كې به سراسري ټاكنې وشي.
د افغانستان په شمال او مركزي سيمو كې هم كله ناكله ترهګرې پېښې كېږي، خو په دې سيمو كې زلمى ويسا ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان او تاج محمد جاهد د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان باور لري، چې ترهګر به ونه شي كولاى د ولسمشرۍ د ټاكنو مخه ونيسي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې به د راتلونكي لمريز كال د وري په ۱۶ مه ترسره شي او د ټاكنو خپلواك كميسيون د رايو د اووه زره مركزونو نوم لړ امنيتي ارګانونو ته استولى، چې په پام كې ده دا ارګانونه په روانه اوونۍ كې د دغه مركزونو د امنيت د ټينګښت په اړه بحث وكړي.