سیمه ییز خبرونه

د ملي اردو لومړنۍ اوولس سوه كسيزه فرقه بدخشان ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له وسله والو طالبانو سره د مبارزې لپاره شاوخوا دوه زره افغان ځواكونه د تيارسى په حال كې دي. د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ وايي، دا ځواك ټاكل شوې د وردوج او جرم ولسوالۍ له وسله والو طالبانو پاكې كړي.

په بدخشان په څانګړې توګه وردوج او جرم ولسواليو كې د وسله والو طالبانو د ورانكارو كړنو دوام تل هغه مسئله ده، چې پرې د دې ولايت اوسېدونكو اندېښنه ښودلې ده.

كه څه هم افغان پوځ له دې ولسواليو څخه د وسله والو د شړلو لپاره څو ځلې عمليات كړي، خو له عملياتو څخه لږ وروسته وسله وال بېرته فعال شوي دي.

په دې سيمو كې د وسله والو له فعالېدو وروسته بيا هم امنيتي ځواكونه د تيارسى په حال كې دي څو د بدخشان ناامنه سيمې د وسله والو له شتون پاكې كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې په جرم ولسوالۍ كې د وسله والو مخالفينو او افغان امنيتي ځواكونو تر منځ جګړه كې اوولس وسله وال مخالفين وژل شوي او ټپيان شوي دي.

ويل كېږي په دې عملياتو كې درې تنه افغان سرتېري هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال كې ده، چې د ملي دفاع وزير بلخ ته د سفر پر مهال ويلي و، چې د افغانستان په شمال او شمال ختيځو سيمو كې به د راتلونكو ټاكنو په درشل كې د وسله والو د تحركاتو د كمولو لپاره پراخ عمليات پېلوي.

Trending

Exit mobile version