سیمه ییز خبرونه

د ملي اردو ۸ تنه لوړ پوړي چارواکي په دنده کې د غفلت له کبله ګوښه کړل شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي دفاع وزارت ۸ تنه لوړ رتبه چارواکی د کنړ ولایت په ترهګریزه پېښه کې د غفلت په تور له دندو څخه ګوښه کړل شول.

د دغه وزارت چارواکی په دغه پېښه کې د طالبانو له خوا د نیول شویو سرتېرو لاس لرل په کلکه ردوي.

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت ویاند وایي، چې د ترهګرو په ډله کې یو تن د محمود په نامه، چې پخوا په دانګام ولسوالۍ کې د ملی اردو سرتېری وو هم وژل شوی دی.

د کنړ ولایت د غازي آباد پېښه له خونړیو حملو څخه وه، چې د ملې اردو سرتېرو ته پکې درنده مرګ ژوبله واوښته.

د ترهګرو له خوا د کونړ د غازی اباد په حمله کې د ملي اردو ۲۱ سرتېري وژل شوی، درې تنه زخمی او پنځه تنه نور نادرکه دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي، په یوه خبري ناسته کې د کنړ په پیښه کې د طالبانو لخوا د ملي اردو د نیول شویو سرتېرو لاس لرل رد کړل.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، طالبانو وړاندیز کړی، چې د دوی لخوا نیول شوي سرتېري د طالبانو له جسدونو سره تبادله کړي، خو د دغه وزارت لخوا هڅې روانې دي تر څو د طالبانو لخوا نیول شوي سر تیري راخلاص شي.

سره لدی، چې د دغې پېښې اصلي علت تر اوسه څرګند ندی، خو د ملي دفاع وزارت وایي، چی یوه پلاوي د دغې پیښې په هکله پلټنې پېل کړې دي.

Trending

Exit mobile version