تازه خبرونه

د ملي اقتصادي مشورتي بورد د جوړولو طرحه تصویب شوه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۵, ۱۴۰۲)

د شنبې پر ورځ (د زمري ۱۴ ) د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د اقتصادي کمیسیون په ناسته کې د ملي اقتصادي مشورتي بورد د جوړېدو طرحه تصویب شوه.

د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورد د اړتیا پر مهال حکومت ته په اقتصادي مسایلو کې مشوره ورکوي.

د دغه بورد غړي به د پوهنتونونو استادان، د اقتصادي چارو کارپوهان او د سوداګرۍ او صنایعو استازي وي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې د علومو اکادمۍ پر مشرۍ او د سوداګرۍ، کرنې او عامې روغتیا وزارتونو او کابل ښاروالۍ په ګډون یوې کمیتې ته دنده وسپارل شوه، چې په هېواد کې د چرګانو د ذبحې لپاره د شرعي اصولو سره سم لارښود چمتو او د استفتاء لپاره یې دارالافتا ته واستوي.

په دې غونډه کې د ۴۱۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د کابل ښاروالۍ دوه پروژې هم د اصولو له مخې منظورې شوې دي.

Trending

Exit mobile version