سیمه ییز خبرونه
د ملي امنيت بنديان د زندان له آسانتياوو او خدمتونو خوښ ښكاري
په تېره څه باندې يوه لسيزه كې افغانستان د ژوند كولو لپاره خطرناك ټاټوبى او پاكستان يې ختيځ گاٰونډ هېواد دى، چې په كې زرگونه وېره اچونكي ترهگريزې زدهكړې تر لاسه كوي او له تېر ايستنې وروسته يې دې هېواد ته راليږي.
د ملي امنيت په زندان كې بنديانو په ډاگه كړې، چې طالبان دوی ته حديث وايي او په دې توگه يې ځانمرگو بريدونو ته هڅوي.
د دې زندان بنديان زياتره په وېره اچوونكيو بريدونو او له طالبانو سره په همكارۍ تورن دي.
۲۳ كلن حسيب الله ، چې په كاٰبل كې له بريدونو مخكې نيول شوى، وايي:
د جاويد په نوم د طالبانو د ډلې يوه غړي ځانمرگو بريدونو ته هڅولى او هغه ته يې دا حديث ويلى، چې ځانمرگي د اويا كسانو شفاعت كوي او له مرگ وروسته به ورته ترانې جوړيږي.
سميع الله نومى په يوه جومات كې د ولسي جرگې د يوه غړي د له منځه وړلو لپاره بم ځاى په ځاى كړى. دى د ولسي جرگې غړي كافر بولي.
محمد حسين نومى، چې په كونړ كې پاكستانيو زدهكړې وركړي؛ د زندان له خدمتونو خوښ ښكاري او زندان د حامد كرزي ميلمستون بولي.
نوموړى د طالبانو يو قوماندان عبدالرحمن د ترهگريزو كړنو تر سره كولو ته هڅولى دى.
هغه وايي، مونږ د دين د لارې فدايان يو.
په دې زندان كې بنديانو ته د قرآن كريم زدهكړې وركول كيږي. وېره اچوونكي، چې د خلكو وژنه د خداى لپاره فدايي كړنه بولي، ښوونكى هغوي له دين څخه ليرې بولي.
يو زوړ سړى، چې ناروغ دى او دلته بستر شوى، په كور كې يي اووه دېرش كيلو نشه يي توكي او جنگي مهمات نيول شوي، هغه په زندان كې له بشپړو روغتيايي خدماتو برخمن دى.
د دې زندان په څنډو كې د دې وېره اچوونكيو د متفاوتې نړۍ تر څنگ، د دې بنديانو آسانتياوې هم په زړه پورې وې، ټول دلته آرامه دي او خپل غوره انساني حقونه تر لاسه كوي.