تازه خبرونه
د ملي امنیت شورا په ناسته کې د پولې د څارنې او امنیت پر پلانونو بحث تر سره شو
ولسمشر اشرف غني ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات به سیمې ته سوله او ثبات رامنځته کړي.
ولسمشرغني د ملي امنیت شورا غونډې ته په وینا کې څرګنده کړې؛ سوله به د افغانستان او سیمې اقتصادي هوساینې او اقتصادي پرمختګ ته زمینه برابره کړي.
ولسمشر ویلي، چې د ملت او دولت په توګه د افغانستان لیدلوری د سیمه ییزې همکارۍ، سوداګرۍ، ترانزیت او د لویو اقتصادي پروژو پلي کیدل دي.
اشرف غني په ډاګه کړې؛ افغان حکومت هڅه کوي خپل اقتصادي لید د پاکستان او مرکزي آسیا او نورو ګاونډ هېوادونو سره شریک کړي.
ولسمشر د خواف – هرات اوسپنیزې کرښې پرانستلو ته په نغوته کې د سیمه ییزو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاتوي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د سیمه ییزې همکارۍ له روښانه چوکاټ پرته به په سیمه کې ننګونې نورې هم پاتې شي.
ولسمشر ټینګار کړی، چې سوله، ټیکاو، سیمه ییزه همکاري او پرمختګ د سیمې د هېوادونو لپاره مهم مسایل دي او سیمه ییزه اجماع به یې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
دغه راز د دفاع وزارت مرستیال غونډې ته وینا وکړه او د سرحدي مدیریت او امنیت لپاره یې د نوي چلند په اړه راپور وړاندې کړ او څرګندوي؛ سرحدي ځواکونو، چې مخکې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کاوه اوس دغه وزارت ته سپارل شوي دي.
هغه زیاته کړې؛ د تجهیزاتو او روزنې په برخو کې ملي اردو د دوی [سرحدي ځواکونو] لپاره ځانګړي پروګرامونه لري.
غني د سرحدونو د نورې غوره څارنې لپاره د ملي دفاع وزارت پلان د بیا تنظیم او د سرحدي ځواکونو موقعیت تصویب کړ.
د غونډې په پای کې یادونه وشوه، چې د پولې په اوږدو کې د نوې ټکنالوژۍ کارول به د قاچاق وړونکیو او ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیسي.
د غونډې په بهیر کې د مخدره توکو قاچاق کوونکیو او ترهګرو پروړاندې په مبارزه کې له ګاونډ هېوادونو سره پر ډیپلوماسۍ، د افغانستان – پاکستان د همکارۍ کاري پلان (ای پي ای پي پی اس) پر پلي کولو او د سرحدي مدیریت او امنیت لپاره د نوې کړنلارې پر پلي کیدو ټینګار وشو.