تازه خبرونه
د ملي امنیت لوی رییس پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني پر سفر غبرگون ښودلی
دا لومړی ځل دی،چې د ملي امنیت لوی رییس د ولسمشر پرکړنو نیوکې کوي؛ځکه هغه له کابل سره د اسلام آباد پرهمکاریو بې باوره دی.
ښاغلي نبیل په خپلې فیس بوک پاڼې او تویتر کې پاکستان ته د ولسمشر د سفر پرتړاو لیکلي،چېمونږ د توپ د ۲۱مرمیو پرفیرولو دومره وډار شوو او یا یې خوند راکړ،چې ومو منله چې د پاکستان د دښمنانانو پرخلاف مو تر اوسه څلویښت عملیات کړي او ژر به د خپل شپیته کلن دوست د ډاډمنولو لپاره د ملا فضل الله پرخلاف هم عملیات پیل کړو! په داسې حال کې،چې ملا فضل الله له میاشتو او کلونو را پدیخوا په پاکستان کې او د آی اس آی په میلمستونونو کې اوسیږي او د آی اس آی یوه پروژه ده.
رحمت الله نبیل وړاندې وایی،چې اختر منصور هم د کویټې په بای پاس سیمه کې د آی اس آی د ساتونکو په درلودو سره په افغانستان کې د وژنو او جگړو نقشې ترتیبوي،چې ور سره کرنیل رانا چې مستعار نوم یې رباني دی او سراج الدین حقاني هم د پاکستان د پیښور د حیات آباد سیمه کې په طلایی او مرمرینو سالونونو کې برخه اخیستې.
هغه زیاتوي؛لکه هماغسې،چې نواز شریف پهننيکنفرانس کې یو ځل بیا اعلان وکړ چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی! په هماغه مهال زمونږ بې گناه وگړي د کندهار د هوایی ډگر په فامیلیو، د هلمند په خانشین، تخار او بدخشان کې شهیدانیدل او قرباني کیدل او په یقین سره چې دا شاوخوا زر لیتره وینه وه چې د هماغې سرې غالۍ له رنگ سره برابري کوي چې پرې مونږ گامونه اخیستل؛خو هغه کس،چې په مجلس کې له مونږ سره و او د طالبانو په نوم یعنې د خپل دفتر له کمپیوټرونو چې د آی اس آی دی، له کویټې اعلان وکړ چې دا کار طالبانو کړی دی.
ځینو سیاسي څیرو په ټولنیزو شبکو کې د ښاغلي نبیل دریځ ستایلی او دا یې د هېوادنۍ مینې زیږنده بللی دی.
ویل کیږي، چې ښاغلي رحمت الله نبیل له خپلې دندې گوښه شوی؛ ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنیت ریاست تر دې دمه څه نه دي ویلي.