تازه خبرونه
د ملي توکو لومړۍ جوپه د ایران د چابهار بندر له لارې چین ته ولیږل شوه
د ایران د سیستان – بلوڅستان د بندر عمومي مدیر بهروز آقایي ویلي، د افغانستان د وچې میوې لومړۍ جوپه د هند موندرا بندر له لارې د چین تایجین بندر ته ولیږل شوه.
ښاغلي بهروز څرګنده کړې؛ د چابهار بندر چارواکو د دغه هېواد ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د آسانتیا لپاره لازمې چارې تر سره کړي؛ ځکه دا بندر له آسیايي هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره جوړ شوی دی.
ښاغلي بهروز دا هم ویلي، چې د افغانستان د سوداګریزو توکو درې جوپې تېره میاشت له چابهار څخه هندوستان ته لیږل شوې شوې دي.
دغه سوداګريزې اړیکې د ایران، هند او افغانستان تر منځ د صاداراتو او وارداتو د لیږد رالیږد لپاره د ۲۰۱۶ کال د هوکړې له مخې رامنځته شوې دي.
تېره اوونۍ افغانستان ته د هند غنم هم د همدې بندر له لارې رالیږل شوي وه.
یوه اوونۍ مخکې داسې ګونګوسې روانې وې، چې ایران ښایي له چابهار څخه زاهدان ته د اوسپنیزې لیکې پروژه له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې پیلې کړي.
هند د دغې لیکې په جوړولو کې د مالي همکارۍ ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به سوداګريزې چارې آسانه کړي.
