تازه خبرونه

د ملي دفاع وزارت: د دوست او دښمن روښانه تعريف پيداکوو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې په کابل کې به د سیمه يیز امنیتي کنفرانس په ترڅ کې د دوست او دښمن روښانه تعریف پيدا شي. د ملي دفاع وزارت مرستیال همایون فوزي وايي چې په افغانستان کې د ځينو ګاونډيو هېوادونو له خوا لاسوهنې روانې دي او په افغانانو جګړه تپل شوې ده.

د ملي دفاع وزارت مرستیال همایون فوزي په هېواد کې د ګاونډیانو د لاسوهنې او تپل شوو جګړو د پراختیا له امله د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې په نږدې وخت کې به په کابل کې سیمه يیز امنیتي کنفرانس جوړ شي. د هغه په وینا به په دغه کنفرانس کې له دوست او دښمن څخه څرګند تعریف ولرو.

د ستراتیژۍ او پالیسۍ په برخه کې د ملي دفاع وزارت مرستیال همایون فوزي وايي: «زموږ ناروا ګاونډيانو پر موږ جګړې تپلې دي او نور هېوادونه يې هم زموږ پر وړاندي تحریک کړي دي، ژر به په کابل کې سیمه يیز امنیتي کنفرانس جوړ شي او هلته به دوست، دوست او دښمن به دښمن وپېژندل شي ترڅو د ګاوندیانو باور خپل کړو.»

ښاغلي فوزي د امنیتی ځواکونو له پیاوړتیا څخه خبر ورکوي او وايي چې د دښمن پر وړاندي به غلي پاتې نه شي.

د پالیسي او ستراتیژي په برخه کې د ملي دفاع وزارت مرستیال همایون فوزي وايي: «دښمن موږ نه پرېږدي خو موږ هم دښمن نه پرېږدو او په هر ځای کې چې وي پر وړاندې يې درېږو»

ښاغلي فوزي دا څرګندونې د کابل د پوځي تعلیمي مرکز د افسرانو، برید ملانو او سرتېرو د فراغت په غونډه کې وکړې، له دغه تعليمي مرکز څخه فارغ شوي افسران ژمن دي چې له خپل هېواد څخه به دفاع کوي.

برید مل عبدالصبور وايي: «هېواد له سختو امنیتي ستونزو سره مخامخ دی موږ تر هغه چې یو څاڅکی وینه ولرو له خپلې خاوري دفاع کوو.»

لومړي بریدمل احمد آغا وايي: «ښمنان نه پرېږدو او غاښ ماتوونکی ځواب به ورکوو.»

تر پنځه سوه ډېر افسران او سرتېري په داسې حال کې د کابل له تعليمي پوځي مرکز څخه فارغ شول چې هېواد له سختو امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version