تازه خبرونه

د ملي دفاع وزارت چارسمبالی د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۱)

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند ویلي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد به په خپل دې دوه ورځني لومړي رسمي سفر کې له قطري چارواکو سره وویني.

 د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه سفر د سې شنبې پر ورځ د چنګاښ ۱۴ د قطر پر رسمي بلنه روان ساتل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت لخوا خپاره شوي انځورونه ښیي، چې په دې سفر کې له مولوي محمد یعقوب مجاهد سره د کورنیو چارو وزارت تأمیناتي مرستیال مولوي محسن هاشمي هم مل دی. که څه هم د مولوي محمد یعقوب مجاهد د دوه ورځني سفر په اړه نور جزئیات ندي ورکړ شوي؛ خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند وايي، چې مولوي مجاهد به له لوړ پوړیو قطري چارواکو سره وګوري.

د کارپوهانو په اند دغه افغان پوځي چارواکی کولی شي له قطر څخه نړۍ ته دا پیغام ورسوي، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او نړۍ به له لنډمهالي حکومت سره همکاري کوي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د قطر د ملي امنیت سلاکار د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت له یو شمېر لوړ پوړیو چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، ټولنیزو او امنیتي مسایلو او فرهنګي اړیکو په اړه وکتل.

اوس مهال قطر په افغانستان کې د امریکا د ګټو ساتونکی هېواد یاد شوی او د ډېرو اروپايي هېوادونو سفارتونه هم په قطر کې دي او نړۍ له هغه ځایه د افغانستان مسایل څېړي.

د یادونې ده، چې په تېره یوه اوونۍ کې دا د اسلامي امارت دوه یم لوړپوړی چارواکی دی، چې دوحې ته ځي. له نوموړي مخکې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی مولوي امیرخان متقي هم د یوه پلاوي پر مشرۍ دوحې ته تللی و.

Trending

Exit mobile version