سیمه ییز خبرونه
د ملي شورا دوه يم كاري كال له يو لړستونزو او برياوو سره پاى ته ورسيد
ملي شورا په دغه دوه كلونو كې ۸۸ قانونه ، هوكړې او نړيوال ميثاقونه تائيد او تصويب كړي دي.
له همدې سره دغه بنست په تېر يو كال كې شاوخوا ۳۰۹ دولتي چارواكي د ځواب ويلو لپاره ورغوښتي دي.
د ملي شورا د دواړو جرگو مشران د دې له كبله اندېښنه لري، چې دولتي چارواكي تل له مسووليتونو څخه اوږې خالي كوي او په كارونو كې بې پروايي كوي .
د ملي شورا تر ټولو مهمه دنده له حكومتي فعاليتونو څارنه ده. دا، چې ملي شورا په روان كال كې په دغه برخه كې څومره بريالۍ وه، په دې اړوند د مشرانو جرگې او ولسي جرگې ځيني غړي داسې نظر لري:
د مشرانو جرگې مرستيال محمد علم ايزديار وايي:
مشرانو جرگې په روان كال كې درې سوه نهه ځلې د كابينې يو شمېر وزيران خپلو غونډو ته رابللي دي. په روان كال كې نولس قوانين تصويب شوي او د حكومتي چارو د څارنې لپاره يې يو شمېر غړيو ځينو ولايتونو ته څلورڅلوېښت سفرونه ، د كميسيونونو ترمنځ پېنځه سوه پېنځه او دوه پنځوس عمومي غونډې كړي دي.
د ولسي جرگې منشي عبدالستار خواصي وايي:
ولسي جرگې په دغه موده كې اته اتيا قوانين او نړيوال ميثاقونه تصويب او تائيد كړي، چې تر ټولو مهم يې له امريكا سره د افغانستان ستراتيژيك تړون و.
ولسي جرگې شپږ شپيته عمومي غونډې او شپږ سوه څلور اتيا د كميسيونونو ترمنځ غونډې كړي او نږدې دوه سوه ځله يې د كابينې ځيني وزيران، استيضاحيه، استماعيه او استجوابيه غونډو ته رابللي دي.
د ولسي جرگې اداري پلاوى اندېښمن دى، چې حكومت د دوى پرېكړې بابيزه گڼي او پام ورته نه كوي.
ولسي جرگې د روان كال په وروستۍ فوق العاده غونډه كې د ديارلس سوه دوه نوي كال ملي بودجه تصويب كړه، خو د كابينې د يوولس وزيرانو د استيضاح پرېكړه يې د كارې دورې درېيم كال ته وځنډوله.