سیمه ییز خبرونه

د ملي شورا د شپاړسمې دورې دريم تقنيني كال پيل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نن چارشنبه(د كب ۱۶)  له غرمې مخكې افغان ولسمشر حامد كرزي د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې له مخې د ملي شورا د ۱۶ دورې درېيم تقنيني كال پيل كړ.

افغان ولسمشر حامد كرزي د ملي شورا د درېيم كال د پرانستې پرمهال يوځل بيا له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې:

د بهرنيانو له پټنځايونو راووځي او نور د بهرنيانو په لارښوونه د خپل هېواد د ورانۍ لامل نه شي.

ولسمشر حامد كرزي طالبانو ته په خطاب كې وويل:

جرت وكړئ،  د بهرنيانو وسلې پريږدي او خپلې خاورې ته راستانه شي.

نوموړي وويل، چې پاكستان د ترهگرو لپاره د اډو په جوړولو او ځاى وركولو اوس خپله د ترهگرۍ قرباني شوى دى.

ولسمشر زياته كړه، چې:

له تېرې يوې لسيزې مو د ديموكراسۍ بنسټونه پياوړي كړي او اوس هم  له نړيوالو سره د افغانستان د خلكو د حقونو د خونديتوب په اړه خبرې روانې دي.

نوموړي ټينگار وكړ، چې د سولې عالي شورا د افغانستان د خلكو استازيتوب كوي ټول بايد د گوندونو په گډون د دې شورا ملاتړ ته ودريږي.

افغان دولت د همدې شورا د موافقې له مخې په قطر كې د طالبانو د دفتر له پرانستې سره موافقه كړې ده.

هغه وايي:

په تېرو ۱۱ كلونو كې له پرمختگونو سره سره سولې ته ونه رسيدو؛ خو موخه مو سولې ته رسيدل دي. طالبان بايد وپوهيږي، چې له ستونزو سره مقابله پكار ده. دوى بايد ونه ډار شي؛ ځكه ډار په خيانت بدليږي. موږ نړيوالو ته له اړتيا سره سره په ملي مسايلو كې خپلواك سياست لرو او خپلواك هم يو.

ولسمشر په افغانستان كې د ټاكنو پر رنښت  ټينگار وكړ او ويې ويل، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاكنو بهير دې د بهرنيانو له لاسوهنو ليرې وساتل شي او د دغه بهير په ترسره كولو كې دې د افغانانو ملي گټو ته پاملرنه وشي.

د نوموړي په وينا، رڼې ټاكنې روڼ افغانستان جوړوي.

ولسمشر وويل، چې:

افغانستان كوم سياسي لابراتوار نه دى، چې هرڅوك په كې خپلې طرحې وازمايي.

هغه په افغانستان كې د زورواكانو پر كړنو نيوكه وكړه او ويې ويل، چې:

تراوسه هم په افغانستان كې خلك خوندي نه دي.

حامد كرزي وويل، چې ملي شورا به په خپل تقنيني کال کې له خپلو صلاحيتونو سره سم په يادو برخو کې خپل مسووليتونه پرځاى کړي.

د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي د امنيتي مسووليتونو ليږد،  د نشه يي توكو او اداري فساد په وړاندې مبارزه او د ولسمشرۍ ټاكنې د افغانستان مهمې ننگونې وبللې او په دې برخه كې د برياليتوب په موخه يې  په ملي يووالي او رڼو اقداماتو ټينگار وكړ.

د يادونې وړ ده، چې ولسي جرگې د مرغومې په لومړۍ نېټه خپله ٤٥ ورځنۍ رخصتي پيل کړې وه، چې د سه شنبې په ورځ(د كب۱۵) پاى ته ورسيده.

Trending

Exit mobile version