سیمه ییز خبرونه
د ملي شورا په انگړكې له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف زرگونه ملاتړو ملاتړ وښود
دا ائتلاف د ټاكنيزو جنجالونو پرسرهرډول معامله ردوي او وايي:
كه يې تحصن ته پاملرنه ونه شي د ولسمشرۍ ، ارگ او ټاكنو د خپلواك كميسيون په وړاندې به تحصن وكړي.
احمد ضيا رفعت د ټاكنو خپلواك كميسيون ته د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون د صلاحيتونو ليږدول غير قانوني گڼي او وايي د ټاكنيزو شكايتونو پخوانى كميسيون، چې اوس لغوه شوى چمتو دى له خپلو كړنو دفاع وكړي.
له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف د تحصن په شپږمه ورځ د دغه ائتلاف زرگونه پلويانو او ملاتړو په تحصن كې برخه واخيسته.
دا غونډه د هغه څه په اړه جوړه شوې، چې دوى يې د قانون حاكميت او د خلكو له رايو او جمهوريت څخه دفاع گڼي.
د دې ائتلاف د ولسي جرگې غړى عبدالطيف پدرام وايي:
تروروستي څاڅكې وينې به له خپلو موخو دفاع كوو او حتا حاضر نه يو، چې د ولسي جرگې له اوسنيو استازيو څخه يو تن هم وايستل شي.
د ولسي جرگې غړى محمد يونس قانوني، چې په دې غونډه كې يې برخه اخيستې وويل:
اوس افغانستان يوه واقعي او رښتيني بحران ته داخل شوى دى .
هغه وايي:
ټاكنيزجنجالونه سياسي حل نه لري او كه د خلكو ارادې ته درناوى وشي؛ د قانون په رڼا كې حليدى شي.
احمد ضيا رفعت چې د ټاكنيزو شكايتونو د لغوه شوي كميسيون غړى و وايي:
ځينې كسان غواړي د نوموړي كميسيون له نشتوالي ناوړه استفاده وكړي.
د دې غونډې يوې بلې برخې د ملي شورا په شا وخوا كې سوله ييز لاريون وكړ.
د دغه ائتلاف رييس عبدالظاهر قديروايي:
كه په هېواد كې له قانون څخه سرغړونه پاى ونه مومي او د خلكو رايو ته درناوى ونه شي د روان تحصن لمن به وغځول شي .
عبدالظاهر قديرد ټاكنو د خپلواك كميسيون له رييس څخه غواړي، چې:
سياسي مصلحتونه دې په پام كې نه نيسي.
هغه وايي:
كه نړيواله ټولنه له ډيموكراسۍ او د ولسي جرگې له دريځ څخه دفاع ونه كړي افغانستان به د ډيموكراسۍ په اديره بدل شي.