لوبی

د ملي لوبډلې د ډګرساتنې روزونکی وټاکل شو

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۸, ۱۴۰۲)

افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې شین مکډرموټ د ملي لوبډلې د ډګرساتنې د نوي روزونکي په توګه ګومارل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روان کال د فبروري میاشتې په لومړیو کې به د سریلانکا پر وړاندې له لوبلړۍ وړاندې له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي.

نوموړی د ظرفیت لوړونې په برخه کې د درېیمې درجې سند لرونکی روزونکی دی، چې له دې وړاندې د بنګله دېش، سریلانکا، او اسټرالیا کرکټ لوبډلو سره په بېلابېلو روزنیزو ډګرونو کې د کار کولو پوره تجربه لري.

نوموړي په ۲۰۲۲ کال کې د بنګله دېش د ملي لوبډلې د ډګرساتنې د مرستیال روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او همدارنګه يې له ۲۰۱۹-۲۰۲۱ کال پورې د سریلانکا له ملي لوبډلې سره هم په همدې برخه کې کار کړی، چې ترڅنګ یې په همدې موده کې د سریلانکا د الف لوبډلې د مشر روزونکي دنده پر مخ وړې ده.

ویل کیږي، چې د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د فزیکي تکړښت لپاره د روزونکیو په لټه کې دی او په دې وروستیو کې یې اڼدریو پټک د ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونې لپاره پر دنده ګمارلی دی.

Trending

Exit mobile version