1393ټاكنې

د ملي نجات جبهې په راتلونکو ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په یوه غونډه کې د ملي نجاب جبهې په راتلونكو ټاكنو كې د ولسمشريزو ټاكنو د كانديد ډاكتر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان كړ. اشرف غني احمد زي دې غونډې ته وويل، هغه كسان، چې د افغانستان ملي امنيتي بنسټونو او ځواكونو ته احترام نكوي هغوی ورته په هېڅ قيمت د منلو وړندي.

د ولسمشرۍ له كانديد ډاكتر اشرف غني احمد زي څخه د ملي نجات د جبهې د ملاتړ په غونډه كې ښاغلي اشرف غني ا حمدزي وويل:

امنيتي ځواكونه د افغانانو له ملي نواميسو دفاع لپاره ځانونه قربانوي او هر هغه څوك، چې د افغانستان امنيتي ځواكونو ته احترام نكوي ده ته د زغم وړ نه دي.

ذبيح الله مجددي د ملي نجات د جبهې د دارالانشا رئيس، چې مشري يې د حضرت صبغت الله مجددي په غاړه ده، وايي چې د ټولو كانديدانو پروګرامونو ته په كتو او د افغانستان د روان بحران څخه د خلاصون لپاره اشرف غني وړ شخص دى.

په دغه غونډه كې، چي د اشرف غني احمدزي په زرګونه پلويان په كي راټول شوي وه ښاغلي اشرف غني وويل، كه په راتلونكو ټاكنو كې ګټونكی شي نو، د هېواد بشري قوه يعني ځوانانو ته د كار زمينه برابره كړي، مېرمنو ته به لازياته ونډۀ وركړي.

نوموړي همداراز په ولسمشر كرزي غږ وكړ، چې په سوله يزې ډول سياسي قدرت انتقال كړي او حكومت په ټاكنو كې خپله بې طرفي وساتي.

همداراز په یوه غونډه کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند هدایت امین ارسلا وایي، چي ولسمشرۍ ماڼۍ په دې هڅو کې ده، چي دا ماڼۍ میراثي کړي.

نوموړي یادې څرګندونې په کابل کې په یوې خبري غونډې کې وکړې، چي په یادې ماڼۍ کي د دوو نوماندانو د یوڅای کولو هڅې په ولسمشریزو ټاکنو کې د حکومت لاس وهنه ده نوموړی زیاتوي، چي له ګل آغا شیرزي سره یي ائتلاف کړی.

نوموړی همدارنګه زیاتوي، چي د یادو جرګو د مخنیوي په موخه یي له ګل آغا شیرزي سره ائتلاف کړي.

له ډي وړاندي داسي خبرونه خپاره شوي و، چي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د قندهار ولایت قومي مشرانو د زلمي رسول او د قیوم کرزي د یوځای کېدو په موخه له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړي.

Trending

Exit mobile version