تازه خبرونه

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس نن د شانګای ناستې ته وینا کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د شانګهای دغړیوهېوادونو د صدراعظمانو په غونډه کې به نن د افغانستان اجرائیه رییس د سولې پر مسئلې تمرکز وکړي او د دې سازمان له غړیو به وغواړي، چې د سیمه ییزې اجماع له لارې د سیمې هېوادونه د تروریستانو پرضد ګډې هڅې وکړي.

تمه ده، چې عبدالله عبدالله نن د شانګهای دغړیو هېوادونو په غونډه  کې د وینا پرمهال د سولې، امنیت او اقتصادي ودې  په اړه  وینا وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د دغه سازمان له یو شمېر استازیو سره  د لیدنو کتنو په اړه وایي، اجرائیه رییس به د شانګهای د همکارۍ سازمان د حکومتونو د چارواکو په غونډه کې د ګډون او وینا تر څنګ د روسیې، قرغزستان او قزاقستان له صدراعظمانو سرههم وګوري.

دی زیاتوي، کنفرانس ته په خپله وینا کې عبدالله پر سوله اوامنیت د ترهګرۍ او افراطیت د مخنیوي لپاره د سیمه ییزې  همکارۍ پر رامنځته کولو او همداراز په افغانستان کې د شته اقتصادي فرصتونو څخه د ښې ګټې اخیستنې پر مسائلو بحث وکړي.

اجرائیه رییس پرون په بیشکک کې د تاجکستان له صدراعظم قاهر رسول ‎زاده سره هم د سیمې پر امنیت خبرې وکړې او دواړو لوریو دامسئله وڅېړله، چې څرنګه په سیمه کې امنیت ټینګیدای او سوله راتلای شي.

د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ میلادي کال کې رامنځته شوی؛ قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، چین او روسیه د دې سازمان تلپاتې غړيدي . هند او پاکستان د روان کال په جون میاشت کې له  دې سازمان سره د پیوستون هوکړه ‎لیک لاسلیک کړی دی.

د افغانستان استازي په دې کنفرانس د کتونکیو په توګه ګډون کوي او تر دې دمه یې له دې سازمان سره د پیوستون هوکړه لیک نه دی لاسلیک کړی. 

Trending

Exit mobile version